د وینې ورکولو نړیواله ورځ؛ د روغتیا نړیوال سازمان د وینې ورکولو پر ارزښت ټینګار وکړ

د روغتیا نړیوال سازمان د وینې ورکولو د نړیوالې ورځې په مناسبت، په خپله خوښه د وګړو د وینې ورکولو پر ارزښت ټینګار کړی دی.

دې سازمان اعلان کړی چې د وینې هر څاڅکی د انساني یووالي او د ټولنې د غړو ترمنځ د ګډ مسؤلیت نښه ده او کولای سي د اړمنو ناروغانو ژوند وژغوري.

د روغتیا نړیوال سازمان د بېلابېلو هېوادونو له وګړو غوښتي چې د وینې په ورکولو سره د روغتیايي مرکزونو د وینې د زېرمو په پیاوړتیا او د انسانانو د ژوند په ژغورلو کې فعاله ونډه واخلي.

دغه سازمان همدارنګه د منظم او خوندي وینې ورکولو د ارزښت په اړه د عامه پوهاوي پر زیاتولو ټینګار کړی دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x