د معمار خبري آژانس د راپور له مخې ؛ د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د تنکیو انجونو او ښځو ترمنځ د وینې د کمښت (کمخونۍ) د مخنیوي لپاره د اوسپنې او فولیک اسید د غذايي بشپړونکو پر کارولو ټینګار کړی دی.
یونیسف د یکشنبې په ورځ (د جوزا ۱۰مه) په خپله پیغام کې په ایکس ټولنیزه شبکه کې اعلان وکړ چې دغه غذايي بشپړونکي د وینې کمښت په مخنیوي کې اغېزمن رول لري او کولای سي د ښځو او انجونو د روغتیا د وضعیت په ښه کولو کې مرسته وکړي.
دې ادارې زیاته کړې چې په افغانستان کې د اروپایي ټولنې په ملاتړ، روغتیایي کارکوونکي هڅه کوي چې د اوسپنې او فولیک اسید غذايي بشپړونکي په منظم او هدفمند ډول هغو انجونو او ښځو ته ورسوي چې تر ټولو ډېره اړتیا ورته لري.
د یونیسف د معلوماتو له مخې، د وینې کمښت د افغانستان د تنکیو انجونو او ښځو ترمنځ له عامو روغتیایي ستونزو څخه دی؛ هغه ستونزه چې بېلابېل عوامل لکه د ناوړه تغذیې حالت، د مغذي خوړو محدود لاسرسی او د روغتیایي پوهاوي کموالی یې د پراختیا لامل ګرځي.
روغتیايي کارپوهان خبرداری ورکوي چې د وینې کمښت کولای سي داسې پایلې ولري لکه د بدن کمزوري، دوامداره ستړیا، د تمرکز کمښت او په سختو حالاتو کې د میندو او ماشومانو پر روغتیا منفي اغېزې رامنځته کړي.
نړیوال سازمانونه تل د مناسبې تغذیې او د اوسپنې او فولیک اسید د غذايي بشپړونکو د کارولو له لارې د وینې د کمښت د مخنیوي پر اهمیت ټینګار کوي او دا اقدامات د نړۍ په کچه د ښځو او انجونو د روغتیا د ښه والي له اغېزمنو لارو ګڼي.




