د معمار خبري اژانس د راپور له مخي؛ په بلخ ولایت کې د درملو د برخې د فعالانو یو پلاوی چې د طالبانو تر ادارې لاندې فعالیت کوي، تاشکند ته په سفر کې د ازبکستان له پنځو درمل جوړونکو شرکتونو سره د پنځه میلیونو ډالرو په ارزښت د درملو د وارداتو تړونونه لاسلیک کړي دي.
په بلخ ولایت کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسؤولينو چې د طالبانو تر ادارې لاندې فعالیت کوي، اعلان کړی دی چې د دغو تړونونو په عملي کېدو سره به شاوخوا ۲۵ سلنه د افغانستان د درملو اړتیا د ازبکستان څخه د درملو د وارداتو له لارې پوره سي.
د مسؤولینو په وینا، له ازبکستان څخه د درملو واردات د افغان سوداګرو لپاره د بیې له پلوه مناسب دي او کولای سي د افغانستان د بازار د اړتیا یوه برخه پوره کړي.
دغه تړونونه په داسې حال کې لاسلیک کېږي چې افغانستان په وروستیو میاشتو کې د درملو له کمښت او د بیو له لوړوالي سره مخ دی، او له پاکستان څخه د درملو د وارداتو محدودیتونو د درملو په بازار کې نوې ستونزې رامنځته کړې دي.
په همدې حال کې، د طالبانو چارواکي هڅه کوي چې له سیمهییزو هېوادونو سره د سوداګریزو همکاریو په پراخولو سره د درملو او روغتیايي وسایلو د وارداتو لپاره نوې سرچینې پیدا کړي.




