د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (UNDP) اعلان کړی چې د بامیان ولایت په پنجاب ولسوالۍ کې یې یو روغتیايي مرکز بیا رغولی او بېرته یې فعال کړی دی.
دې ادارې د یکشنبې په ورځ، د جوزا په ۳مه، په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي چې د تګاببرګ کلینیک د «SESEHA» پروژې له لارې بېرته رغول سوی او اوس د سیمې اوسېدونکو ته لومړني روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.
د UNDP په وینا، د دې مرکز له بېرته فعالېدو سره هغه کورنۍ چې مخکې به یې د درملنې خدمتونو ته د لاسرسي لپاره اوږده او ستونزمنې لارې وهلې، اوس به په اسانه روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ولري.
د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو کمښت لا هم د وګړو له جدي ستونزو څخه ګڼل کېږي.
راپورونه ښايي چې روغتیايي خدمتونو ته د امیندواره ښځو او ماشومانو نه لاسرسی، په ځانګړي ډول په محرومو سیمو کې، د مړینې د زیاتېدو له لاملونو څخه شمېرل کېږي.




