د افغانستان په ۲۰ ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ د واکسین دویم کمپاین پیل سوو

د طالبانو د عامې روغتیا د وزارت چارواکو په افغانستان کې په ۲۰ ولایتونو کې د پولیو (ماشومانو ګوزڼ) د واکسین د دویم کمپاین د پیل خبر ورکړی دی.
د افغانستان په ۲۰ ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ د واکسین دویم کمپاین پیل سوو

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د طالبانو د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې د ۲۰۲۶ کال لپاره د پولیو واکسین د ملي فرعي کمپاین دویم پړاو په ۲۰ ولایتونو کې پیل سوی دی.

د یاد وزارت په وینا، دا کمپاین به څلور ورځې دوام وکړي او په ترڅ کې به یې له پنځو کلونو کم عمره له ۸.۳ میلیونو څخه زیات ماشومان واکسین سي.

مسوولانو ویلي چې د دې کمپاین موخه د پولیو د ویروس د خپرېدو مخنیوی او په زیان‌منو سیمو کې د واکسین د پوښښ پراخول دي.

افغانستان او پاکستان لا هم د نړۍ له هغو محدودو هېوادونو څخه دي چې د پولیو ناروغي پکښې تر اوسه په بشپړ ډول له منځه نه ده تللې.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x