د کندز د اوسېدونکو شکایت د درملو او روغتیايي وسایلو سخت د کمښت څخه

د کندز ولایت یو شمېر اوسېدونکي وایي چې د دې ولایت روغتیايي مرکزونه د درملو او طبي وسایلو له سخت کمښت سره مخ دي او ډیرو کلینیکونو شاوخوا شپږ میاشتې کېږي چې خپل درملیز زېرمتونونه یې له لاسه ورکړي دي.
جبهه آزادی افغانستان از حمله به طالبان در کندز خبر داد

د کندز ولایت یو شمېر اوسېدونکي وایي چې د دې ولایت روغتیايي مرکزونه د درملو او طبي وسایلو له سخت کمښت سره مخ دي او ډیرو کلینیکونو شاوخوا شپږ میاشتې کېږي چې خپل درملیز زېرمتونونه یې له لاسه ورکړي دي.

د اوسېدونکو په وینا، د دې حالت دوام د درملنې د خدمتونو بهیر، په ځانګړي ډول د اومېندواره ښځو او هغو ناروغانو لپاره چې بېړنۍ پاملرنې ته اړتیا لري، له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.

د کندز اوسېدونکي وایي چې د مرستندویو بنسټونو د مرستو له کمېدو او بندېدو وروسته، نه یوازې په ډېرو درملیزو مرکزونو کې درمل نه موندل کېږي، بلکې د لومړنیو روغتیايي وسایلو کمښت هم په څرګنده توګه زیات سوی دی.

د هغوی په ادعا، د طالبانو روغتیايي مسؤلین له موجود حالت څخه خبر دي، خو سره له دې هم اړین درملیز خدمات، په ځانګړي ډول د زیږون او بېړنۍ پاملرنې په برخه کې، لا هم له پراخو خنډونو سره مخ دي.

ځینې سيمه‌ایزې سرچینې خبرداری ورکوي چې د وسایلو او درملو نشتوالی لامل سوی چې یو شمېر ناروغې ښځې د ولسوالیو څخه د ولایت مرکز ته د لېږد پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړي؛ دې موضوع په دې ولایت کې د روغتیايي کړکېچ د انساني پایلو په اړه اندېښنې زیاتې کړي دي.

په افغانستان کې د درملو کمښت په داسې حال کې زیات سوی چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له وروستیو شخړو وروسته، له پاکستانه د درملو د وارداتو بهیر هم له جدي ستونزو سره مخ سوی؛ دا وضعیت ناروغان، په ځانګړي ډول د اوږدمهالو ناروغیو لرونکي کسان، له لا زیات فشار سره مخ کړي دي.

تر دې مخکې، د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي هم ټینګار کړی وو چې افغانستان د درملو د برابرولو په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x