طالبانو له روسیې د تب برفکي ناروغۍ د واکسین د تولید په برخه کې د مرستې غوښتنه وکړه

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو د کرنې وزارت یو پلاوی مسکو ته په سفر کې له روسیې غوښتنه کړې چې له افغانستان سره د تب برفکي ناروغۍ د واکسین د تولید په برخه کې همکاري وکړي.
طالبان خواستار کمک روسیه برای تولید واکسین بیماری تب برفکی شد

د راپورونو له مخې، د دې پلاوي غړو د څارویو د روغتیا او د کرنې په برخو کې د کیفیت او خوندیتوب د څارنې له روسي سیستم سره له بلدتیا وروسته، دا میکانیزم د افغانستان لپاره اړین بللی دی.

روسي رسنیو هم راپور ورکړی چې د طالبانو پلاوي د روسیې د وترنري کنټرول او د نباتي قرنطینی سیستم له کتنې وروسته د دې هېواد د کرنې له وزارت څخه غوښتنه کړې چې د تب برفکي هغه نوې ډول لپاره واکسین تولید کړي چې په افغانستان کې خپور سوی دی.

د دې موضوع تر څنګ، دې پلاوي له روسیې څخه د زراعتي او د څارویو د محصولاتو د صادراتو د زیاتوالي غوښتنه هم کړې ده. د خپرو سوو شمېرو له مخې، روسیې د روان میلادي کال له پیله تر د اپرېل تر شپږمې نېټې پورې شاوخوا ۴۴ زره ټنه غلې دانې، چې پکښې حبوبات، اوړه او نور اړوند محصولات شامل دي، افغانستان ته صادر کړي دي.

تب برفکي د څارویو له خطرناکو ناروغیو څخه ګڼل کېږي چې تر ډېره په آسیایي او افریقایي هېوادونو کې لیدل کېږي او کولای سي څارویو ته جدي زیان ورسوي او په ځینو مواردو کې د هغوی د مرګ لامل هم سي.

همدارنګه، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان تېر کال په میزان میاشت کې اعلان کړی وو چې په افغانستان کې ۱۱.۸ میلیونه څاروي د تب برفکي، د پوستکي ناروغیو او د کوچنيو ژوونکو څارويو د طاعون په څېر ناروغیو پر وړاندې واکسین سوي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x