په افغانستان کې د پولیو ( ګورڼ) د له منځه وړلو په موخه د واکسين سرتاسري کمپاین پيل سوی دی، چي موخه يې د ميليونونو ماشومانو پوښښ دی، خو په دريو ولايتونو کي د سړې هوا له امله ځنډول سوی دی.
د «افغانستان له پوليو څخه پاک» بنسټ اعلان کړی دی چي د پوليو د واکسين د پلي کولو سرتاسري کمپاین له نن دوشنبې (۲۴ حمل) څخه د افغانستان په ټولو ولايتونو کي، پرته له باميان ، دايکنډي او غور، پيل سوی دی.
د دې بنسټ په وينا، په ياد سوو ولايتونو کي دا کمپاین د سړې هوا له امله ځنډول سوی او ټاکل سوې ده چي په راتلونکې اوونۍ کي پيل سي.
په همدې حال کي د طالبانو د عامې روغتيا وزارت ويلي دي چي دا کمپاین درې ورځني دي او په ترڅ کي به يې ۱۲.۶ ميليونه تر پنځو کالو کښته ماشومان واکسين سي.
د پوليو ناروغي لا هم په افغانستان او پاکستان کي په بشپړه توګه له منځه نه ده تللې.
د روغتیا د نړيوال سازمان د راپور له مخي، تېر کال د بادغيس او هلمند په ولايتونو کي د پوليو دوه مثبتې پېښې ثبت سوي وې.
دا په داسي حال کي ده چی ، روغتيايي بنسټونو په وار وار د دې ناروغۍ د خپرېدو د مخنيوي لپاره د واکسين د کمپاینونو پر دوام ټينګار کړي دي.




