د نړۍوالې روغتیا اداره: ۷۸ ټنه طبي وسایل افغانستان ته ورسېدل

د نړۍوالې روغتیا ادارې اعلان کړی چې یوه بېړنۍ هوايي بار وړونکې لېږد، چې ۷۸.۵ ټنه ژوند ژغورونکي طبي وسایل پکښې شامل دي، د دې ادارې له لوژستیکي مرکز څخه په دوبۍ کې افغانستان ته رسېدلې ده.
افغانستان

د نړۍوالې روغتیا ادارې اعلان کړی چې یوه بېړنۍ هوايي بار وړونکې لېږد، چې ۷۸.۵ ټنه ژوند ژغورونکي طبي وسایل پکښې شامل دي، د دې ادارې له لوژستیکي مرکز څخه په دوبۍ کې افغانستان ته رسېدلې ده.

د نړۍوالې روغتیا ادارې د جمعې په ورځ، د حمل ۱۴مه، وویل چې په دې بار کې د شري د درملنې کڅوړې، د تنفسي ناروغیو لکه د سینې ناروغۍ لپاره درمل، د خوارځواکۍ له امله د ځپل سویو ماشومانو لپاره خوراکي توکي، جراحي وسایل او نور حیاتي توکي شامل دي.

دا اقدام په داسې حال کې ترسره کېږي چې د افغانستان روغتیايي نظام لا هم د وسایلو له کمښت، د نړۍوالو مرستو له کمېدو او د بشري اړتیاوو له زیاتېدو سره مخ دی، او میلیونونه خلک بنسټیزو درملیزو خدمتونو ته محدود لاسرسی لري.

د نړۍوالې روغتیا ادارې ټینګار کړی چې د دې ډول مرستو لېږل د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو او په افغانستان کې د روغتیايي حالت د لا خرابېدو د مخنیوي لپاره ډېر اړین دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x