د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف)، اعلان کړي چې شاوخوا یو پر دریمه برخه د افغانستان نفوس د څښاک پاکو او صحي اوبو ته لاسرسی نه لري او د دې وضعیت د ښه کولو لپاره نور هڅو او اقداماتو ته اړتیا ده.
یونیسف څرګنده کړې چې تقریباً له هرو دريو کسانو څخه په افغانستان کې، یو کس کافي او پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.
دغه بنسټ په خپلې ایکس پاڼي کې راپور ورکړي چې په ۲۰۲۵ کال کې یونیسف شاوخوا ۲.۱ میلیونه کسانو ته پاکې او صحي اوبه برابرې کړې، خو د دې لپاره چې باید هر ماشوم د څښاکو اوبو ته لاسرسی ولري، لا زیاتو هڅو او اقداماتو ته اړتیا شتون لري.




