د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، د «له پولیو څخه د پاک افغانستان بنسټ» اعلان کړی چې د ماشومانو د فلج ناروغۍ (پولیو) د زرقی او خوراکي واکسین کمپاین له نن، شنبه د میزان په ۵مه، د ننګرهار په ۱۷ او د نورستان په ۴ ولسوالیو کې پيل سوی دی. د دې بنسټ په وینا، په دې کمپاین کې به تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان د پولیو پر ضد له دوه ډوله واکسین (زرقی او خوراکي) څخه برخمن سي، تر څو د دې ویروس پر وړاندې خوندي پاتې سي. دغه بنسټ له کورنیو، په ځانګړي ډول د کورنیو له مشرانو، غوښتنه کړې چې د خپلو ماشومانو د واکسین لپاره له دې پروسې سره همکاري وکړي. دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړيوال سازمان د اضطراري کمېټې د مقرراتو له مخې، د ملګرو ملتونو په ۴۲مه ناسته کې (د روان کال د اسد په ۷مه) وویل چې د طالبانو محدودیتونه د کور پر کور واکسین د کمپاین په وړاندې، د پولیو د بیا راژوندي کېدو لامل سوي او دا ویروس ښايي د افغانستان له پولو هاخوا نورو سیمو ته هم خپور سي. په یادې بیانیې کې راغلي چې په ۲۰۲۵ کال کې ۱۳ نوې پېښې د ماشومانو د فلج ثبت سوي دي؛ چې له هغې څخه یوه پېښه په افغانستان او اته پېښې په پاکستان کې دي. دغه کمېټې زیاته کړه چې تېر میلادي کال کې په افغانستان کې ۲۵ مثبتې پېښې او ۱۱۳ چاپېریالي مثبتې پېښې د دې ویروس ثبت سوې وې. د کمېټې په خبره، په تېرو دوو کلونو (۲۰۲۴ او ۲۰۲۵) کې د پولیو پېښې زیاتې سوې، او ډېری یې د افغانستان په جنوبي سیمو کې وې.
- د پولیو واکسین کمپاین
د «له پولیو څخه د پاک افغانستان بنسټ» اعلان کړی چې د ماشومانو د فلج ناروغۍ (پولیو) د زرقی او خوراکي واکسین کمپاین له نن، شنبه د میزان په ۵مه، د ننګرهار په ۱۷ او د نورستان په ۴ ولسوالیو کې پيل سوی دی.

- 70
- کې خپور شو 2:09 ب.ظ
- د خبر شمیره 150615
- 6 میزان 1404
- کې خپور شو 2:09 ب.ظ
- د خبر شمیره 150615
- 6 میزان 1404
- تازه تازه 14:09 - 6 میزان 1404
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=150615
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

په افغان بازار کې د سرو زرو بیه نن، شنبه، سرطان ۲۱
15 hours پیش


قزاقستان: افغانستان د سیمې د هېوادونو د امنیت لپاره ګواښ نه ګڼل کېږي
13:29 - 13 سرطان 1405

طالبانو او بنګلهدېش د اقتصادي همکاریو ظرفیتونه وڅېړل
13:14 - 13 سرطان 1405