امسو: د افغانستان رسنۍ او خبریالان د طالبانو د مخ پر زیاتېدونکو فشارونو او سانسور تر سیوري لاندې دي

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان په خپل وروستي راپور کې اعلان کړی چې په افغانستان کې رسنۍ او خبریالان د طالبانو د واکمنۍ تر سیوري لاندې له یوه «څو پوړیز، منظم او پراخ» بحران سره مخ دي. د دې بنسټ په وینا، د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د خبریالانو نیول، فزیکي تاوتریخوالی او د رسنیو په چارو کې د طالبانو لاسوهنه زیاته سوې ده.
امسو: د افغانستان رسنۍ او خبریالان د طالبانو د مخ پر زیاتېدونکو فشارونو او سانسور تر سیوري لاندې دي

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان په خپل وروستي راپور کې اعلان کړی چې په افغانستان کې رسنۍ او خبریالان د طالبانو د واکمنۍ تر سیوري لاندې له یوه «څو پوړیز، منظم او پراخ» بحران سره مخ دي. د دې بنسټ په وینا، د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د خبریالانو نیول، فزیکي تاوتریخوالی او د رسنیو په چارو کې د طالبانو لاسوهنه زیاته سوې ده.

امسو د یکشنبې په ورځ، د سرطان په ۲۱مه، د «د وېرې او سانسور تر سیوري لاندې» تر سرلیک لاندې د یوه تحلیلي راپور په خپرولو سره اعلان کړی چې دغه راپور د روان کال د جوزا له ۲۰مې څخه د سرطان تر ۱۹مې پورې د افغانستان له بېلابېلو برخو څخه د راټولو سویو معلوماتو پر بنسټ چمتو سوی او د رسنیو وضعیت یې په څلورو برخو؛ امنیتي او فزیکي، اداري او مسلکي، ټکنالوژیکي او ایډیولوژیکي برخو کې ارزولی دی.

د دغه راپور د موندنو له مخې، خبریالان په دې موده کې له خپل‌سرو نیونو، ناوړه چلند، وهلو ټکولو او امنیتي ګواښونو سره مخ سوي دي. امسو وايي چې یو شمېر خبریالان د رسمي پېښو له پوښښ وروسته د طالبانو د استخباراتي ادارو له خوا نیول سوي او یو شمېر نور بیا د ورځنیو شخړو، لکه د ترانسپورټ پر لګښتونو د اختلاف له امله، له نیولو او فزیکي تاوتریخوالي سره مخ سوي دي.

په راپور کې راغلي چې ځینې خبریالان له آزادېدو وروسته هم تر فشار لاندې راوستل سوي څو د نیول کېدو په موده کې پر هغوی د تېر سوي حالت په اړه چوپ پاتې سي او د شکایت له ثبتولو او معلوماتو له خپرولو ډډه وکړي؛ هغه وضعیت چې د امسو په وینا د خبریالانو ترمنځ یې د وېرې او ځان‌سانسورۍ فضا لا پیاوړې کړې ده.

امسو همدارنګه د معلوماتو په خپرولو کې د طالبانو د ویاندویانو پر کړنو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې ډېری ویاندویان د دې پر ځای چې معلومات د رسمي لارو او په اداري وختونو کې خپاره کړي، خبرونه د شپې ناوخته یا د ټولنیزو شبکو له لارې په خپلو شخصي پاڼو کې خپروي. د دې سازمان په باور، دې بهیر رسنیو ته معلوماتو ته لاسرسی ستونزمن کړی او آن په ځینو مواردو کې یې د خبریالانو لپاره اداري ستونزې او د معاشونو د کموالي لامل هم ګرځېدلی دی.

دغه بنسټ د راپور په بله برخه کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له لوري د رسنیو په فعالیتونو کې د لاسوهنې د زیاتېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې ځینو راډیوګانو د انجونو د غږ د خپرولو په اړه خبرداری ترلاسه کړی او د دې وزارت د مأمورینو له لوري د رسنیو د دفترونو پلټنې لا هم روانې دي. همدارنګه د طالبانو له لارښوونو سره سم د ږیرې پرېښودو او د ظاهري بڼې د بدلولو لپاره پر خبریالانو فشار هم دوام لري.

د امسو په وینا، طالبانو خبریالانو ته خبرداری ورکړی چې د اقتصادي ستونزو، د سون‌توکو د بیو د لوړوالي، د طالبانو د چارواکو د خپلمنځي اختلافونو او د امنیتي پېښو د جزئیاتو په اړه له راپورونو خپرولو ډډه وکړي. دغه سازمان زیاته کړې چې یو شمېر خبریالان د داسې مطالبو د خپرولو له امله د نیولو او بندیز له ګواښ سره مخ سوي دي.

امسو همدارنګه په ځینو دولتي ادارو کې د ځیرکو ټیلیفونونو د کارولو بندیز د رسنیو د فعالیتونو له نورو خنډونو څخه بللی او ټینګار یې کړی چې دې محدودیت د خبریالانو معلوماتو ته لاسرسی، له ویاندویانو سره اړیکې او د انځوریزو مرکو ترسره کول له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.

د دغه راپور په پایله کې راغلي چې د افغانستان رسنۍ له یوه ژور او څو اړخیز بحران سره مخ دي؛ داسې بحران چې د امسو په وینا، د بیان د ازادۍ د محدودېدو، معلوماتو ته د لاسرسي د منظم کمېدو، پر خبریالانو د امنیتي، اقتصادي او رواني فشارونو د زیاتېدو او د سانسور د سختېدو له امله د خپلواکو رسنیو راتلونکی او د خبریالانو مسلکي فعالیت له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x