طالبانو په لغمان کې څلور ښځینه خبریالانې نیولې

د افغانستان رسنیو د ملاتړ سازمان دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې طالب ځواکونو په لغمان ولایت کې څلور ښځینه خبریالانې او د یوې محلي راډیو مسؤل نیولي دي.
ښځینه خبریالانې، لغمان ولایت

د افغانستان رسنیو د ملاتړ سازمان اعلان وکړ چې طالب چارواکو په لغمان ولایت کې څلور ښځینه خبریالانې او د یوې محلي راډیو مسؤل نیولي دي. د دغه سازمان په وینا، دغو خبریالانو غوښتل چې د «په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو اقتصادي وضعیت» تر سرلیک لاندې پروګرام ثبت کړي، خو د امر بالمعروف مأمورین د شنبې په ورځ، د لړم په ۳۰مه، د پروګرام له پیل مخکې د راډیو دفتر ته ننوتل او د ښځینه خبریالانو حضور او د دې پروګرام ترتیب ته یې اعتراض وکړ.

د دې پېښې په پایله کې، د راډیو رئیس، د نشراتو مدیر او څلور ښځینه خبریالانې د امر بالمعروف ادارې دفتر ته ولېږدول شوې او تر پوښتنې لاندې ونیول شوې، او شاوخوا درې ساعته وروسته په ضمانت خوشې شوې.

دغه سازمان د طالبانو اقدام وغانده او له دې ډلې یې وغوښتل چې د خبریالانو مسلکي خپلواکۍ ته درناوی وکړي، د ښځو کار او حضور ته په رسنیو کې خنډ نه شي، او له ګواښ، فشار او له خبریالانو سره د خودسر چلند څخه ډډه وکړي. دغه سازمان ټینګار وکړ چې د ښځو حضور په رسنیو کې د ټولنې د واقعیتونو د بشپړ انځور د وړاندې کولو لپاره اړین دی او ښځینه خبریالانې هم د نورو خبریالانو په څېر د کار، د بیان د آزادۍ او مسلکي فعالیت حق لري.

بیشتر بخوانید:  د طالبانو قاضي‌القضات: د هیچا مداخله نه منو
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
ڬدون
Notify of
0 نظرونه
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x