سازمان ملل: تر ۲۰۶۰ کال پورې به د افغانستان نیمایي وګړي په ښارونو کې اوسیدونکي سي

د ملګرو ملتونو د بشر مېشتېدنې پروګرام (UN-Habitat) اعلان کړی چې تمه کېږي تر ۲۰۶۰ میلادي کال پورې به د افغانستان نیمایي نفوس په ښاري سیمو کې ژوند وکړي.
سازمان ملل: تر ۲۰۶۰ کال پورې به د افغانستان نیمایي وګړي په ښارونو کې اوسیدونکي سي

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د ملګرو ملتونو د بشر مېشتېدنې پروګرام (UN-Habitat) اعلان کړی چې تمه کېږي تر ۲۰۶۰ میلادي کال پورې به د افغانستان نیمایي نفوس په ښاري سیمو کې ژوند وکړي.

دې ادارې د پنجشنبې په ورځ، د سرطان په ۱۱مه، په خپله ایکس پاڼه کې په یوه پیغام کې خبرداری ورکړی چې د افغانستان ډېری ښارونه د چټک ښاري کېدو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره لازم چمتووالی نه لري.

د ملګرو ملتونو د بشر مېشتېدنې پروګرام ټینګار کړی چې د خوندي، پایدارو او د ژوند لپاره مناسب ښاري چاپېریال په جوړولو کې د پانګونې له لارې داسې ښارونه رامنځته کېدای سي چې ټول وګړي پکښې د ژوند له مناسب کیفیت څخه برخمن سي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ډېری ښارونه لا هم د بنسټیزو زیربناوو له کمښت سره مخ دي، چې پکښې د اوبو رسولو شبکې، د فاضلاب سیستم، برېښنا، ښاري ترانسپورت او مناسب ساختماني خدمات شامل دي؛ هغه ننګونې چې د ښاري پرمختګ بهیر له لا زیاتو ستونزو سره مخ کولای سي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x