د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ نقیبالله زلاند، چې د خوست د شیخ زاید پوهنتون د اقتصاد له پوهنځي فارغ سوی، وایي چې له درېیو کلونو راهیسې یې د یوه ولسي کمپاین په پیلولو سره کارېدلي درسي کتابونه د خلکو له کورونو راټول کړي او هغو زدهکوونکو ته یې سپاري چې د درسي کتابونو د پېرلو وس نه لري.
د زلاند په وینا، دغه کمپاین هر کال د ښوونیز کال له پای ته رسېدو وروسته پیلېږي. هغه د یو شمېر داوطلبانو په ملتیا، په ښار او د خوست په ولسوالیو کې کلي په کلي او کور په کور ګرځي او له کورنیو غواړي چې هغه درسي کتابونه، چې نور ورته اړتیا نه لري، دې کمپاین ته وسپاري. راټول سوي کتابونه بیا یا په مستقیم ډول اړمنو زدهکوونکو ته وېشل کېږي، او یا هم د طالبانو د پوهنې ریاست له لارې هغو ښوونځیو ته سپارل کېږي چې د درسي کتابونو له کموالي سره مخ دي.
زلاند وایي، د دې کمپاین د پیل انګېزه هغه وخت ورپیدا سوه چې شاوخوا ۶۰ ټوکه درسي کتابونه یې د خوست یوه ښوونځي ته یوړل، څو د زدهکوونکو ترمنځ یې ووېشي، خو له یوه ترخه حقیقت سره مخ سوو.
هغه وایي: «یوه ورځ مې شاوخوا ۶۰ ټوکه درسي کتابونه، چې په کور کې مې لرل، د خوست ولایت یوه ښوونځي ته یوړل او زدهکوونکو ته مې وویل، هر څوک چې کتاب ته اړتیا لري، واخلي. په همدې وخت کې د دولسم ټولګي یو زدهکوونکی راغی او ویې ویل چې درسي کتاب نه لري. ما ورته وویل چې خپل ټولګي ته ولاړ سه، زه هم درپسې راځم. کله چې ټولګي ته ننوتلم، ومې لیدل چې شاوخوا ۶۰ زدهکوونکي پکښې ناست دي. له هغوی مې وپوښتل چې څوک درسي کتاب نه لري؛ ۲۵ کسانو لاسونه پورته کړل، حال دا چې کلنیو ازموینو ته یوازې درې میاشتې پاتې وې. هماغه ورځ مې پرېکړه وکړه چې د کتابونو د راټولولو کمپاین پیل کړم.»
د هغه په وینا، دا پروګرام په پیل کې یوازې د ده په شخصي هڅو روان و، خو اوس شاوخوا ۱۰ تنه ځوانان هم په داوطلبانه توګه ورسره همکاري کوي. دغه داوطلبان د خوست ولایت په بېلابېلو سیمو کې کارېدلي درسي کتابونه راټولوي او اړمنو زدهکوونکو ته یې رسوي.
زلاند وایي، د دې پروګرام د پراخولو لپاره، د کور په کور تګ ترڅنګ له ټولنیزو رسنیو هم ګټه اخلي، څو هم هغه کورنۍ چې زیات کتابونه لري، له دې کمپاین څخه خبر سي او هم اړمن زدهکوونکي وکولای سي خپله اړتیا ثبت کړي.
هغه زیاتوي: «له درېیو کلونو راهیسې دا پروګرام د خوست له ښاره پیلوو، وروسته ولسوالیو ته ځو. کور په کور له خلکو غواړو چې هغه کتابونه چې نور یې نه کاروي، موږ ته راوسپاري. هممهاله له ټولنیزو رسنیو هم ګټه اخلو او له خلکو غواړو که زیات کتابونه لري، موږ ته یې راکړي، او که کوم زدهکوونکی کتاب ته اړتیا لري، له موږ سره اړیکه ونیسي. کله چې خلک خبر سي، خپله کتابونه چمتو کوي او موږ ته یې سپاري.»
د زلاند په وینا، د راټولو سوو کتابونو یوه برخه په مستقیم ډول زدهکوونکو ته وېشل کېږي او بله برخه د پوهنې ریاست له لارې اړمنو ښوونځیو ته سپارل کېږي. هغه وایي، لېرې پرتو سیمو ته د کتابونو رسول او پر زدهکوونکو د دې کار اغېز په خپلو سترګو لیدل، د دې داوطلبانه فعالیت د دوام لپاره یې انګېزه لا پیاوړې کړې ده.



