خوست د افغانستان او ازبکستان د کرکټ ملي لوبډلو د دوستانه سیالۍ کوربه دی

د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی چې د افغانستان او ازبکستان د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دوستانه سیالي به راتلونکې میاشت په خوست کې ترسره سي.
خوست د افغانستان او ازبکستان د کرکټ ملي لوبډلو د دوستانه سیالۍ کوربه دی

د افغانستان د کرکټ بورډ اعلان کړی چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به راتلونکې میاشت په یوه ۲۰ اوریزه دوستانه سیالۍ کې د ازبکستان له ملي لوبډلې سره مخامخ سي.

د کرکټ بورډ د اعلان پر بنسټ، دا لوبه به د خوست ښار په رحمت‌ولي مسروري کرکټ لوبغالي کې ، د «ای‌اند شپږګیزه ۲۰۲۶» لیګ د یولسم پړاو له ترسره کېدو سره به هم‌مهاله ترسره سي.

دا سیالي به د کابل په وخت د سهار په ۹ بجو پیل سي.

دا سیالي د افغانستان د کرکټ بورډ او د ازبکستان د کرکټ فدراسیون ترمنځ د همکارۍ د هوکړه لیک په چوکاټ کې ترسره کېږي؛ هغه هوکړه لیک چې د ۲۰۲۵ کال په ډسمبر کې د ازبکستان د کرکټ د پراختیا د ملاتړ په موخه لاسلیک سوی وو.

افغانستان په تېرو لسو کلونو کې په سیمه کې د کرکټ یو مخ پر وده ځواک ګرځېدلی، په داسې حال کې چې ازبکستان د ګاونډیو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو په ملاتړ هڅه کوي د دې سپورتي څانګې بنسټیز جوړښت او د پراختیايي پروګرامونو ساحه پراخه کړي.

دا سیالي په داسې شرایطو کې ترسره کېږي چې په افغانستان کې ښځې او انجونې لا هم له ، د کرکټ په ګډون ، د ټولو ورزشي څانګو څخه محرومې دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x