افغانستان په نړۍ کې د تبعید سویو خبریالانو تر ټولو لوی مرکز

د پناه غوښتونکو د نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله، د «بې‌سرحده خبریالانو» بنسټ په خپل وروستي راپور کې څرګنده کړې ده چې افغانستان د طالبانو واک ته د بیا راتګ وروسته په نړۍ کې د خبریالانو تر ټولو لوی د تبعید سرچینه ګرځېدلې ده، او سلګونه افغان خبریالان لا هم د نیول کېدو، جبري ایستلو او نامعلوم راتلونکي له جدي خطر سره مخ دي.
افغانستان په نړۍ کې د تبعید سویو خبریالانو تر ټولو لوی مرکز

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د پناه غوښتونکو د نړیوالې ورځې (۲۰ جون) سره هم‌مهاله، د «بې‌سرحده خبریالانو» بنسټ اعلان کړی چې افغانستان د ۲۰۲۱ میلادي کال کې د طالبانو واک ته د بیا رسېدو وروسته په نړۍ کې د خبریالانو د تبعید تر ټولو لوی مرکز باندي بدل سوی دی.

د دې ادارې د وروستی راپور له مخې، له هغو ۱۴۶۸ خبریالانو څخه چې د ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۵ میلادي کلونو ترمنځ د ګواښونو، نیونو یا د ژوند د خطر له امله اړ سوي وو چې خپل هېوادونه پرېږدي، ۶۷۷ تنه یې افغان وګړي دي. دا شمېر ښايي چې د دې مودې په ترڅ کې د «بې‌سرحده خبریالانو» له ملاتړ لاندې نږدې نیمایي تبعید سوي خبریالان افغان خبریالان جوړوي.

د دې بنسټ په وینا، افغان خبریالان اوس مهال د نړۍ په ۲۸ هېوادونو کې ژوند کوي او د معاصر تاریخ له سترو جبري کډوالیو څخه یوه یې رامنځته کړې ده.

د راپور له مخې، په ۲۰۲۲ میلادي کال کې د افغانستان څخه د خبریالانو د وتلو تر ټولو لوړه کچه ثبت سوې وه، چې په همدې کال کې ۱۸۳ خبریالان اړ سوي وو چې له هېواد څخه ووځي. سره له دې چې د کابل له سقوط څخه نږدې پنځه کاله تېر سوي دي، د خبریالانو د کډوالۍ بهیر لا هم دوام لري، او یوازې په ۲۰۲۵ میلادي کال کې هم ۸۲ نور خبریالان له افغانستان څخه وتلي دي.

«بې‌سرحده خبریالانو» خبرداری ورکړی چې ډېری دغه خبریالان حتی په کوربه هېوادونو کې هم له جدي امنیتي او حقوقي ستونزو سره مخ دي. په ځانګړي ډول په پاکستان کې د افغان کډوالو د جبري ایستلو سیاست سبب سوی چې ځینې خبریالان بېرته افغانستان ته د ستنېدو له خطر سره مخ سي او ځینې نور په جبري ډول ایستل سوي دي.

دې نړیوالې ادارې ټینګار کړی چې د طالبانو له خوا پر رسنیو، د بیان پر ازادۍ او د خبریالانو پر فعالیتونو ورځ تر بلې زیاتېدونکي محدودیتونه د کار چاپېریال سخت محدود کړی او ډېری رسنیز فعالان یې د دریو سختو انتخابونو په وړاندې درولي دي: د خپل مسلک پرېښودل، کډوالي، یا د نیول کېدو له خطر سره مخ کېدل.

د دې راپور له مخې، افغانستان د هغو هېوادونو په سر کې ځای لري چې تر ټولو زیات تبعید سوي خبریالان لري، او له هغه وروسته روسیه او میانمار په دوهم او درېیم ځای کې راغلي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x