احمد ظاهر، د افغانستان د موسیقۍ له نوموتو او تلپاتې څېرو څخه یو هنرمند وو، چې د خپل ځانګړي غږ او بېل هنري سبک له امله یې د هېواد د موسیقۍ په تاریخ کې ځانګړی مقام ترلاسه کړی دی. هغه تر اوسه د افغانستان د تر ټولو محبوبو او اغېزمنو سندرغاړو په توګه پېژندل کېږي.
احمد ظاهر د ۱۳۲۵ هجري لمریز کال د جوزا په ۲۴مه په کابل کې نړۍ ته سترګې پرانیستې. د هغه مینه له موسیقۍ سره د ښوونځي له دورې پیل سوه؛ هغه مهال چې د حبیبیه لیسې یو شمېر زدهکوونکو د «آماتورانو موسیقي ګروپ» جوړ کړی وو او هغه پکښې د سندرغاړي او آکاردیون غږوونکي په توګه برخه اخيسته.
د هغه استعداد او خوږ غږ ډېر ژر د ځوانانو او د موسیقۍ د مینهوالو پام ځان ته واړاوه او د خپلو همصنفیانو او دوستانو ترمنځ د «بلبل حبیبیه» په نوم مشهور سوو.
احمد ظاهر خپلې لومړنۍ او منځنۍ زدهکړې په حبیبیه لیسه کې پای ته ورسولې، وروسته یې په کابل دارالمعلمین کې خپلې زدهکړې تعقیب کړې. هغه بیا د زدهکړو د دوام لپاره هند ته ولاړ او نږدې دوه کاله یې د تعلیم او تربیې په برخه کې زدهکړې وکړې.
دغه نوموتی هنرمند له کلونو هنري فعالیتونو او د تلپاتې آثارو له رامنځته کولو وروسته، د ۱۳۵۸ هجري لمریز کال د جوزا په ۲۴مه وفات سوو. د هغه د مړینې علت په رسمي ډول ترافیکي پېښه اعلان سوی ده.
د احمد ظاهر له وفات څخه لسیزې وروسته هم د هغه نوم او یاد ژوندی پاتې دی. هر کال د هغه د وفات په کلیزه کې د موسیقۍ مینهوال په داخل او بهر کې د بېلابېلو پروګرامونو له لارې د هغه یاد تازه کوي.
احمد ظاهر په خپل لنډ خو بډایه هنري ژوند کې د لسګونو تلپاتې سندرو په وړاندې کولو سره د افغانستان پر موسیقۍ ژور اغېز پرېښود او د هنر، احساس او د بېلابېلو نسلونو د غږ په یو سمبول بدل سو؛ داسې مقام چې لا هم د افغانستان د وګړو په فرهنګي حافظه کې ژوندی دی.




