طالبانو د امیر حبیب‌الله خان د دورې د یوې تاریخي تورې د موزیم ته د سپارلو خبر ورکړ

د افغانستان داخلي رسنیو راپور ورکړی چې ، حبیب‌الرحمن نوري ، د پکتیا ولایت اوسېدونکي د امیر حبیب‌الله خان د دورې یوه تاریخي توره ملي موزیم ته سپارلې ده.
اهدای شمشیر تاریخی به موزیم ملی افغانستان

د افغانستان داخلي رسنیو راپور ورکړی چې ، حبیب‌الرحمن نوري ، د پکتیا ولایت اوسېدونکي د امیر حبیب‌الله خان د دورې یوه تاریخي توره ملي موزیم ته سپارلې ده.

د نوموړي په وینا، دا توره چې له سلو کلونو څخه زیات تاریخ لري، له نیکونو څخه ورته په میراث پاتې سوې ده. هغه وایي چې نیکه یې د امیر حبیب‌الله خان له ساتونکو څخه وو او همدې تورې سره یې د انګریزي ځواکونو پر ضد مبارزه کړې ده.

مولوي عتیق‌الله عزیزی ، د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر مرستیال ، چې د دې تاریخي اثر د سپارلو په مراسمو کې حاضر وو، د نوري له دې اقدامه ستاینه کړې ده.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x