د معمار خبري اژانس د راپور له مخې، سومن شفا، په اروپا کې مېشتې د افغانستان وګړې او د پاریس د ساینسپو پوهنتون د ماسټرۍ د دورې فارغه، وتوانېده چې د اروپايي پوهنتونونو ترمنځ د لومړي مقام جايزه ترلاسه کړي.
دا جايزه د اروپا د لوړو زدهکړو په ډګر کې له خورا معتبرو علمي ویاړونو څخه شمېرل کېږي او هر کال د اروپايي پوهنتونونو د زدهکوونکو ترمنځ غوره علمي لاسته راوړنې ته ورکول کېږي.
د خپرو سویو معلوماتو له مخې، سومن شفا د خپلې سترې علمي لاسته راوړنې په وړاندې کولو سره وتوانېده چې د اروپايي معتبرو پوهنتونونو د زدهکوونکو په سیالۍ کې لومړی مقام خپل کړي.
له هغې څخه په هغه مراسمو کې چې د جرمني په برلین ښار کې جوړ سوي وو، د ستاینلیک او نغدي جایزې په ورکولو سره درناوی وسوو.
دا بریا په داسې حال کې ترلاسه سوې چې په افغانستان کې ښځې او انجونې د زدهکړې، کار او ټولنیز ګډون په برخو کې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي. د سومن شفا دا لاسته راوړنه د یو شمېر فعالانو او شنونکو له لوري په نړیوال ډګر کې د افغانو ښځو د علمي وړتیا او ظرفیت د بېلګې په توګه یاده سوې ده.
سومن شفا تر دې وړاندې هم په علمي او تعلیمي فعالیتونو کې برخه لرله او دا وروستۍ بریا یې په افغانه ټولنه او علمي محفلونو کې پراخ انعکاس موندلی دی.




