مطیعالله ویسا، د افغانستان د ماشومانو د زدهکړې فعال، د فرانسې د نورماندي د سیمې د «آزادۍ» کلنۍ جایزه ترلاسه کړه.
ښاغلي ویسا، د جوزا په ۱۵مه نېټه د جمعې په ورځ په خپل فېسبوک پاڼه کې د پیغام په خپرولو سره ویلي چې دا جایزه یې د فرانسې په کان ښار کې ترلاسه کړې ده.
هغه ویلي چې دا جایزه د ځانګړي ستاينليک تر څنګ مالي مرسته هم لري، او هغه پرېکړه کړې چې دا پیسې به د افغانستان دننه د ماشومانو د زدهکړې لپاره د یوه خصوصي ښوونځي د جوړولو په موخه ولګوي.
د فرانسې د نورماندي د «آزادۍ» جایزه په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د فرانسې د بشري حقونو او سولې د نړیوال انسټیټیوټ او د نورماندي پوهنتون په ګډه همکارۍ رامنځته سوې ده، او هر کال هغو کسانو ته ورکول کېږي چې د آزادۍ، بشري حقونو او انساني ارزښتونو د دفاع په برخه کې ځانګړې هڅې لري.
سږ کال د مطیعالله ویسا تر څنګ، د اکوادور یو چاپېریالي فعال او د «چین د آزادۍ څار» بنسټ هم د دې جایزې د وروستي نوماندانو په نوملړ کې شامل وو.
د تنظیموونکو د معلوماتو له مخې، ویسا د نړۍ له ۷۵ هېوادونو څخه د شاوخوا ۱۹ زره ځوانانو د رایو په نتیجه کې د دې جایزې ګټونکی اعلان سوو.
مطیعالله ویسا چې ۳۴ کلن دی او د کندهار ولایت اوسېدونکی دی، په ۱۷ کلنۍ کې یې د «قلم لارې» کمپاین د افغانستان په جنوبي او ختیځو سیمو کې د ماشومانو د زدهکړې د ملاتړ لپاره پیل کړ.
اوس مهال شاوخوا درې زره رضاکاران له دې کمپاین سره همکاري لري او د کلیو او لیرو پرتو سیمو ته د سفر او له کورنیو سره د خبرو له لارې هغوی خپل ماشومان ښوونځیو ته د لېږلو لپاره هڅوي.
ویسا د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال د حمل په اوومه نېټه د طالبانو د استخباراتو له لوري ونیول سوو او شاوخوا اووه میاشتې یې بې له محاکمې په زندان کې تېرې کړې.
هغه تر دې وړاندې هم د ماشومانو د زدهکړې د ملاتړ د هڅو له امله د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال د قوس په میاشت کې د قطر د دولت له لوري د شیخ تمیم بن حمد آل ثاني نړیواله جایزه ترلاسه کړې وه.




