د اسپانیا د بهرنیو چارو وزیر: د افغان ښځو غږ به هېڅکله چوپ نه سي

د اسپانیا د بهرنیو چارو وزیر د فیمینیسټي بهرني سیاست په نړیوال کنفرانس کې د افغانستان د ښځو او انجونو لپاره د خپل هېواد د ملاتړ اعلان وکړ او ټینګار یې وکړ چې د افغان ښځو غږ به تل د اسپانیا له رسمي تریبونونو څخه اورېدل کېږي.
د اسپانیا د بهرنیو چارو وزیر: د افغان ښځو غږ به هېڅکله چوپ نه سي

د اسپانیا د بهرنیو چارو وزیر د فیمینیسټي بهرني سیاست په نړیوال کنفرانس کې یو ځل بیا د افغانستان د ښځو او انجونو لپاره د خپل هېواد ملاتړ اعلان کړ او ویې ویل چې د هغوی غږ به تل په اسپانیا کې اورېدل کېږي.

خوزه مانوئل آلبارس د سه‌شنبې په ماښام په مادرید کې په هغه کنفرانس کې چې د «سولې او دموکراسۍ جوړول» تر شعار لاندې جوړ سوی وو، افغان ښځو ته په خطاب کې وویل: « دا ځای به تل ستاسو کور وي. د افغان ښځو غږ به تل له دې وزارت څخه اورېدل کېږي، حتی که طالبان وغواړي په جنایتکارانه ډول یې چوپ کړي.»

دا دوه ورځنی کنفرانس د جون په دویمه نېټه د اسپانیا د بهرنیو چارو وزارت په مرکزي دفتر کې پیل سوی چې پکښې دولتي چارواکي، د نړیوالو بنسټونو استازي، د مدني ټولنې فعالان او د ښځو د حقونو مدافعین له شاوخوا ۶۰ هېوادونو څخه ګډون لري.

آلبارس د اسپانیا د بهرنیو چارو په وزارت کې د «HearUs» کلني کنفرانس کوربه توب ته په اشارې سره وویل چې دغه پروګرام په جلاوطنۍ کې د افغان ښځو او ټولنو د حضور لپاره یو مناسب پلیټفارم برابر کړی دی. هغه همداراز د دغه وزارت د یو تالار د افغانستان د ښځو په نوم د نومولو یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې دا نوم باید د تل لپاره وساتل سي، څو د افغان ښځو غږ چوپ نه سي.

د اسپانیا د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې د سږ کال په ناسته کې هم د افغان ښځو غږ او عمل پراخ حضور لري.

په همدې حال کې، الئونور کاروا، د فرانسې د نړیوالو مشارکتونو په چارو کې د دولت مشاور وزیر، د افغانستان د ښځو او انجونو وضعیت په نړۍ کې د ښځو د حقونو د نقض له تر ټولو څرګندو بېلګو څخه وباله او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې له هغوی څخه لا ډېر ملاتړ وکړي.

فوزیه کوفي، د ښځو د حقونو فعاله او افغان سیاستواله، هم د سولې د رامنځته کولو په بهیر او د ډیموکراسۍ په راتلونکي کې د ښځو د رول په غونډه کې وینا وکړه. هغې وویل چې د ځینو هېوادونو له لوري له طالبانو سره د نرم چلند سیاست د ښځو پر وړاندې د ځپنې د زیاتېدو زمینه برابره کړې ده او خبرداری یې ورکړ چې اروپايي هېوادونه باید د کډوالو د ایستلو په پلمه د جنسیتي تبعیض پر بنسټ ولاړ نظام ته مشروعیت ورنه کړي.

په دغه کنفرانس کې د افغانستان په اړه دوه ځانګړې ناستې ترسره کېږي؛ یوه د «جنسیتي تبعیض » تر سرلیک لاندې او بله د سولې او ډیموکراسۍ په بهیر کې د ښځو د رول په اړه. همداراز شاوخوا ۱۴۰ د مدني ټولنې سازمانونه او فیمینیسټي بنسټونه په دې غونډه کې ګډون لري.

د کنفرانس تنظیموونکو ټینګار کړی چې دایمي سولې او رېښتیني ډیموکراسۍ ته رسېدل د ښځو له بشپړ ګډون پرته شونې نه دي، او د افغان ښځو ملاتړ باید د بشري حقونو او د جنسیتي عدالت په برخه کې د نړیوالو ژمنو یوه برخه وي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x