«نجات منار» د افغانستان په رسمي تاریخي روایت کې د حبیبالله کلکاني د لنډمهاله حکومت د پای او د محمد نادرشاه تر مشرۍ لاندې د ځواکونو کابل ته د داخلېدو سمبول ګڼل کېږي.
په داسې حال کې چې ځینې دا منار د هغه دور د بېثباتۍ د پای نښه ګڼي، د کلکاني پلویان هغه ولسي مشر او مجاهد بولي.
نیوکه کوونکي وایي چې طالبان، چې د امانالله خان له میراث سره هم مخالفت لري، د دې منار په ویجاړولو سره هڅه کوي د هغه دور تاریخي روایت بدل کړي او په غیر مستقیم ډول د کلکاني واکمنۍ ته مشروعیت ورکړي.
د کابل ښاروالۍ اعلان کړی چې د نجات منار ویجاړول د ښاري پراختیا د پروژو، د ترافیکي ستونزو د حل او د نویو پلونو د جوړولو په چوکاټ کې ترسره شوي دي. خو یو شمېر ښاري کارپوهان وایي چې د مناسب انجینري ډیزاین په صورت کې د دې تاریخي بنسټ ساتل ممکن وو.
نعمتالله بارکزي ، د کابل ښاروالۍ ویاند ویلي چې د نجات منار به بیا ورغول سي، ځکه دا ودانۍ له یوې سترې حماسې سره تړاو لري او ښاروالۍ ورته درناوی لري. هغه همداراز یادونه کړې چې دا منار مخکې هم ویجاړ سوی او بیا رغول سوی وو. د هغه په وینا دا منار د کابل د خلکو، په ځانګړي ډول د ښار د جنوبي سیمو اوسېدونکو لپاره ځانګړی ارزښت لري.
د دې اقدام په غبرګون کې، کمال ناصر اصولي ، د ولسي جرګې پخواني غړي، په فیسبوک کې لیکلي چې د نجات منار ویجاړول د تاریخي ارزښتونو ضد اقدام دی او د حبیبالله کلکاني د فکري ملاتړ نښه ده. هغه ټینګار کړی چې ښاري پراختیا د تاریخي سمبولونو د له منځه وړلو لپاره توجیه کېدای نه سي او له خلکو یې غوښتي چې د داسې اقداماتو په وړاندې حساس واوسي.
په مقابل کې ، فهیم کوهدامني ، سیاسي فعال ، د دې منار د ویجاړولو ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې دا بنسټ باید کلونه وړاندې لیرې سوی وای، ځکه د هغه په باور ځینې سمبولونه قومي اختلافات انځوروي. هغه همداراز معترضان تورن کړي چې د انجونو د ښوونځیو د بند پاتې کېدو پر وړاندې چوپ دي، خو د یوه قومي منار د ویجاړولو پر ضد اعتراض کوي.
محمد حلیم فدایي ، د اشرف غني د حکومت پخواني والي ، هم د افغانستان پراخو ستونزو ته په اشاره ویلي چې یوازې د یوه منار پر ویجاړولو تمرکز د هېواد د ژورو ستونزو له پامه غورځول دي. هغه ټینګار کړی چې تر څو پورې طالباني تفکر، زورواکي او انحصار دوام ولري، نه به تاریخي سمبولونه او نه به د خلکو ژوند خوندي وي.
په همدې وخت کې یو شمېر څارونکو د افغانستان د فرهنګي میراث د ساتنې پر اړتیا ټینګار کړی او خبرداری یې ورکړی چې د تاریخي آثارو له منځه وړل د ټولنې تاریخي حافظه کمزورې کولای سي.
د نجات منار د بیا رغونې او د پروژې د بیا کتنې غوښتنې زیاتې سوې دي، چې یو ځل بیا په افغانستان کې د تاریخي روایتونو او ملي سمبولونو په اړه پخواني اختلافونه څرګندوي.
د یادونې وړ ده، چې دا منار مخکې هم د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند د حکومت پر مهال ویجاړ سوی وو، خو په ۱۳۹۵ کال کې د هغو جریانونو له لوري چې ځانونه مليپال بلل، بیا ورغول سوو، که څه هم نیوکه کوونکي هغوی د قوم پالنې په تور تورنوي.




