شهزاده هري، چې د ساسکس دوک او د بریتانیا د شاهي کورنۍ غړی دی، له خپلې مېرمنې مګن مارکل سره د نتفلیکس لپاره د افغانستان د جګړې په اړه د فلم په جوړولو بوخت دی. دغه فلم د یوه بریتانوي افسر د جګړې د خاطراتو پر بنسټ جوړېږي.
دا فلم د بریتانوي ځواکونو د یوې پوځي ډلې کیسه بیانوي چې د ۲۰۰۶ کال د جولای په میاشت کې په هلمند ولایت کې په یوې ولسوالۍ کې دنده وسپارل کېږي څو امنیت وساتي، خو وروسته د طالبانو له برید سره مخ کېږي.
د دې فلم نوم «بیرته د وتلو لاره نسته: د محاصره سویو سرتېرو ریښتینی او دردناک روایت» دی او د میجر ادم جویټ د خاطراتو پر بنسټ جوړېږي، هغه افسر چې د همدې پوځي ډلې قوماندان وو.
شهزاده هري د بریتانیا د پوځ له پرېښودو مخکې لس کاله په پوځ کې خدمت کړی او دوه ځله یې په افغانستان کې د جګړې په ماموریتونو کې ګډون کړی وو.
هغه په ۲۰۰۷ کال کې د ۱۰ اوونیو لپاره هلمند ته ولېږل سوو او هلته یې د جګړې په ډګر کې د هوایي کنټرولر په توګه دنده ترسره کړه.
دا ماموریت وروسته له هغه لنډ سوو چې په انټرنېټ کې د هغه د حضور معلومات افشا سول.
وروسته یې بیا د افغانستان لپاره پوځي روزنه ترلاسه کړه او په بریتانیا او امریکا کې له روزنو وروسته د آپاچي چورلکې پیلوټ سوو.
شهزاده هري په ۲۰۱۱ کال کې د کپتان رتبې ته ورسید او د آپاچي چورلکې رسمي سند یې ترلاسه کړ.
نوموړي په ۲۰۱۲ کال کې یو ځل بیا افغانستان ته واستول سوو او په دې ماموریت کې ۲۰ اوونۍ پاتې سوو، چیرې چې د آپاچي چورلکې د مرستیال پیلوټ او توپچي په توګه یې عملیات ترسره کړل.
د بریتانیا د کنزینګټن ماڼۍ په ۲۰۱۵ کال کې د هغه د نظامي خدمت پای اعلان کړ او په دې سره یې لس کلنه پوځي دوره پای ته ورسېده.
شهزاده هري او مګن مارکل تېر کال له نتفلیکس سره یو نوی او محدود قرارداد لاسلیک کړی چې له مخې یې نتفلیکس د دوی د تولیدي شرکت «آرچیول» د پروژو د لومړي ارزونې حق لري.




