طالبانو په واخان کې د نخچیري هوسۍ د شمېر د پام وړ کمېدو خبر ورکړ

په بدخشان ولايت کې د طالبانو سيمه‌ييز چارواکي خبر ورکړی چي د واخان په ملي پارک کې د « نخچیري هوسۍ » او « رنګه هوسۍ» نفوس د تېر کال په پرتله د پام وړ کم سوی دی .
طالبانو په واخان کې د نخچیري هوسۍ د شمېر د پام وړ کمېدو خبر ورکړ

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ په بدخشان ولايت کې د طالبانو سيمه‌ييز چارواکي خبر ورکړی چي د واخان په ملي پارک کې د « نخچیري هوسۍ » او « رنګه هوسۍ» نفوس د تېر کال په پرتله د پام وړ کم سوی دی.

محمد آصف اميري ، په واخان کې د طالبانو د ملي پارک آمر اعلان کړی چي د وروستيو سروې ګانو له مخې، په روان کال کي يوازې ۷۷ د رنګه هوسۍ او ۲۸ د نخچیري هوسۍ د دغه پارک په بېلابېلو برخو کي ثبت سوي دي؛ دا شمېرې د تېر کال په پرتله د دې ځناورو د ۳۸ سلنه کموالي ښکارندویي کوي.

د هغه په وينا، غيرقانوني ښکار او د څارویو بې‌نظمه څرول د دې ډولونو د طبيعي هستوګنځایونو د اصلي ګواښونو له جملې څخه دي او د دې وضعيت دوام کولای سي د سيمې د وحشي ژوو ژوند له جدي خطرونو سره مخ کړي.

په همدې حال کې، فيض‌الرحمن ابراهيمي په بدخشان کې د چاپېريال ساتنې د ادارې رييس د چاپېريالي ستونزو د څېړنې او د غيرقانوني ښکار د مخنيوي لپاره د يوه ګډ کمېسيون د جوړېدو خبر ورکړی دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x