په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه پلاوي (یوناما) په خپل تازه راپور کې اعلان کړی چي د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر مامورانو په ځينو ولايتونو کي د ښځو پر وړاندې نوي محدوديتونه لګولي دي.
د دې راپور له مخې چي د سې شنبې په ورځ، د ثور په ۲۲مه نېټه خپور سوی، د طالبانو مامورانو د معاملاتو لارښوونې دفترونو ته امر کړی چي له محرم پرته ښځو ته کور يا جایداد په کرايه ور نه کړي.
یوناما همدارنګه ویلي دي چي په کندهار، ارزګان او پکتيکا ولايتونو کي روغتيايي مرکزونو ته لارښوونه سوې چي له محرم پرته د ښځو له درملنې ډډه وکړي. د راپور له مخې، د روغتيايي برخې ښځينه کارکوونکې هم د کار ځای ته د تګ راتګ پر مهال مکلفي دي چي له محرم سره يو ځای تګ راتګ وکړي.
د دې راپور په بله برخه کي راغلي دي چي په ارزګان او غزني ولايتونو کي دوکاندارانو ته هم خبرداری ورکړل سوی چي له محرم پرته ښځو ته توکي ونه پلوري. د یوناما په وينا، يو دوکاندار له دې امله چي له محرم پرته يې يوې ښځې ته توکي پلورلي وو، نيول سوی او د يوې شپې لپاره په توقيف کي ساتل سوی وو.
طالبانو افغانستان ته تر بېرته راستنېدو وروسته د ښځو پر ژوند او ټولنيز حضور پراخ محدوديتونه لګولي دي. په وروستيو کلونو کي د ښځو لاسرسی زده کړو، کار، سفر او ډېرو عامه خدمتونو ته څو ځله د نارينه محرم په شتون پورې تړل سوی دی.




