د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دوشنبې په ورځ، د ثور په ۲۱مه، اعلان کړی چې د لغمان ولایت په قرغې ولسوالۍ کې، د مهاجرینو د دایمي کمپ ترڅنګ او د تور غره په لمن کې یوه نوې لرغونې سیمه پېژندل سوې ده.
د دې وزارت د اعلامیې له مخې، د دې سیمې تاریخي شالید د بودایي دورې پورې رسېږي او په دې کې داسې اثار لیدل سوي لکه پر ډبرو کښل سوې مجسمې، طاقچې، زاړه دېوالونه او نور تاریخي پاتې شوني لیدل سوی دی .
تر دې مخکې هم د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویلي وو چې د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې په ټول هېواد کې شاوخوا ۷۰ تاریخي اثار څېړل شوي او ۱۵ نوي اثار هم د ثبت سویو آثارو په لېست کې ورزیات سوي دي.
د یادونې وړ ده چې طالبانو د خپلې لومړۍ واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې ځینې تاریخي اثار او فرهنګي میراثونه، په ځانګړي ډول د بامیانو د بودا مجسمې، ویجاړې کړې وې.




