د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ په کابل کې د جاپان سفارت اعلان کړی چې د ۲۰۲۷ کال لپاره د افغانستان محصلانو ته د جاپان د پوهنې، فرهنګ، ورزش، ساینس او ټکنالوژۍ وزارت (MEXT) تحصیلي بورسونه برابر سوي دي.
دغه سفارت د یکشنبې په ورځ، د ثور په ۲۱مه، د یوې خبرتیا په خپرولو سره ویلي چې د مې میاشتې ۲۶مه د دې بورس لپاره د نوملیکنې وروستۍ نېټه ټاکل سوې ده.
د جاپان سفارت د اعلان له مخې، د دې هېواد حکومت به د غوښتونکو د ارزونې او ټاکنې د ټولو پړاوونو مستقیم مسوولیت پر غاړه ولري.
د سفارت په خبرتیا کې راغلي: «د افغانستان آقاخان بنسټ به د غوښتنلیکونو په راټولولو او د لیکلي ازموینې د بهیر په اسانتیا کې د جاپان له سفارت سره مرسته وکړي، خو د نوماندانو په ټاکنه کې هېڅ ډول مسوولیت نه لري.»
د جاپان سفارت همداراز ټینګار کړی چې د غوښتونکو د ټاکنې بهیر به په عادلانه ډول او د مذهب، ژبې او قومي هویت له پام کې نیولو پرته ترسره سي.
د دې سفارت په وینا، د غوښتنې د شرایطو او د دې بورس د جزئیاتو بشپړ معلومات د جاپان سفارت په رسمي وېبپاڼه کې خپاره سوي دي.
د جاپان MEXT بورس هر کال د افغانستان محصلانو ته وړاندې کېږي او په جاپان کې د لوړو زدهکړو د دوام لپاره له مهمو تحصیلي فرصتونو څخه ګڼل کېږي.




