یونیسف په هرات او بادغیس ولايتونو کې له دوو سوه زرو زياتو زده‌کوونکو ته تعليمي بستې ووېشلې

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (يونیسف) اعلان کړی دی چي د بادغیس او هرات په ولايتونو کي يې د ۲۳۹ زره او ۱۰۰ ماشومانو لپاره تعليمي بستې وېشلې دي.

يونیسف د يکشنبې په ورځ، د ثور په ۲۰مه، په يو خپور سوي پيغام کي ويلي دي چي د دې بستو د وېش تر څنګ، په دغو دوو ولايتونو کي اته ښوونځي هم بيا رغول سوي دي.

د دې ادارې د معلوماتو له مخي، شاوخوا ۱۳۰۰ تعليمي کارکوونکو ته هم اړين روزنيز زده‌کړي ورکړل سوي دي.

يونیسف ټينګار کړی دی چي په وروستيو کي په هرات او بادغیس کي رامنځته سوي زلزلې د ماشومانو د زده‌کړي بهير له خنډ سره مخ کړی وو.

د دې سازمان په وينا، دا مرستي د ملګرو ملتونو د افغانستان د امانتي صندوق او د يونیسف د ځينو همکارو ادارو په همکارۍ برابر سوي دي.

يونیسف تر دې مخکي هم اعلان کړی وو چي په تېر ميلادي کال کي يې په افغانستان کي له ۲۰۰ څخه زياتی ښوونځي بيا رغولي دي.

دې ادارې په خپل يوه وروستي راپور کي د افغانستان د ښوونيز حالت په اړه ويلي دي چي نژدې ۹۰ سلنه ماشومان په لومړنيو ټولګيو کي د لوستلو او ليکلو له لومړنيو مهارتونو څخه بې‌برخې دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x