طالبانو په کابل کې د یوې رسنۍ مسوول نیولی دی

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان اعلان کړی چې د طالبانو استخباراتو په کابل کې د «پیگرد» خبري آژانس مسوول احمد جاوید نیازی نیولی دی.
طالبانو په کابل کې د یوې رسنۍ مسوول نیولی دی

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان د جمعې په ورځ اعلان کړی چې د طالبانو استخباراتو په کابل کې د «پیگرد» خبري آژانس مسوول احمد جاوید نیازی نیولی دی.

د دې بنسټ په وینا، د احمد جاوید نیازی کورنۍ تایید کړې چې هغه د پنجشنبې په ماښام د طالبانو استخباراتي ځواکونو له خپل دفتر څخه نیولی او تر اوسه د هغه د ساتنې ځای او وضعیت په اړه هېڅ معلومات شتون نه لري.

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان دا اقدام په سختو ټکو غندلی او ویلي یې دي چې د خبریالانو او رسنیزو مسوولینو نیول د بیان د ازادۍ او د رسنیو د آزاد فعالیت پر وړاندې یو جدي خنډ دی.

دې بنسټ زیاته کړې چې اوس مهال، د احمد جاوید نیازی سربېره، شپږ نور خبریالان هم د طالبانو په زندانونو کې ساتل کېږي؛ هغه موضوع چې د خبریالانو د شغلي او ځاني امنیت په اړه اندېښنې زیاتوي.

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان د طالبانو له ادارې غوښتي چې احمد جاوید نیازی او نور بندی خبریالان بې له قید او شرطه ازاد کړي.

دې سازمان له نړیوالو بنسټونو هم غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د خبریالانو د حقونو د تأمین او د هغوی د امنیت د تضمین لپاره پر طالبانو لا ډېر فشارونه زیات کړي.

افغانستان د مطبوعاتو د ازادۍ په وروستي نړیوال شاخص کې په ۱۷۵ مقام کې ځای لري؛ هغه درجه چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د رسنیو د وضعیت د سختې خرابۍ څرګندونه کوي.

تر دې وړاندې هم نړیوالو د رسنیو ملاتړو بنسټونو په افغانستان کې د بیان د ازادۍ او رسنیز فعالیت وضعیت اندېښمنونکی بللی وو.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x