د بدخشان د هنرمند عبدالسلام مفتون مېرمن ووژل سوه

په بدخشان ولايت کې سیمه ایزې سرچینې وایي چې لیلما، د عبدالسلام مفتون مېرمن، چې یو پېژندل سوی سیمه ایز هنرمند دی، د پنجشنبې په سهار په اشکاشم ولسوالۍ کې د ناپېژاندو وسله‌والو د برید هدف ګرځېدلې او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
د بدخشان د هنرمند عبدالسلام مفتون مېرمن ووژل سوه

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، په بدخشان ولايت کې سیمه ایزې سرچینې وایي چې لیلما ، د افغانستان د پېژندل سوي سیمه ایز هنرمند عبدالسلام مفتون مېرمن ، نن د پنجشنبې په سهار په اشکاشم ولسوالۍ کې د ناپېژاندو وسله‌والو په ډزو کې وژل سوې ده.

د ترلاسه سویو معلوماتو له مخې، لیلما د اشکاشم په بازار کې د ښځو لپاره د ځانګړي رستورانت مشري کوله او د خپل کار ځای ته د تګ پر مهال د ناپېژاندو وسله‌والو د ډزو هدف ګرځېدلې ده.

سرچینې وایي چې بریدکوونکي له پېښې وروسته له سیمې تښتېدلي او تر اوسه د دې پېښې انګېزه نه ده روښانه سوې.

د سرچینو په وینا، لیلما د اسماعیلیه مذهب پیرو وه او د پېښې پر مهال یې ماشوم هم ورسره وو.

تر اوسه پوري په بدخشان کې سیمه‌ییزو طالب چارواکو د دې پېښې په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x