ثریا محمدي ، افغانه انجلۍ د نړۍ د ښځينه متشبثینو د جایزې ګټونکی سوه

ثریا محمدي، چې په افغانستان کې د انجونو د زده‌کړو فعاله ده او د کابل په لوېدیځ کې د سیدالشهدا د انجونو پر ښوونځي د خونړي برید څخه ژغورل سوې ده، د نړۍ د ښځينه متشبثینو جایزه ترلاسه کړي ده.
ثریا محمدي ، افغانه انجلۍ د نړۍ د ښځينه متشبثینو د جایزې ګټونکی سوه

ثریا محمدي، چې په افغانستان کې د انجونو د زده‌کړو فعاله ده او د کابل په لوېدیځ کې د سیدالشهدا د انجونو پر ښوونځي د خونړي برید څخه ژغورل سوې ده، توانېدلې چې د ۹۷ هېوادونو له څه باندې ۱۵۰۰ نوماندانو څخه د «د نړۍ د ښځينه متشبثینو» جایزه وګټي.

د دې پروګرام وروستۍ پایلې د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ (د اپرېل ۲۲مه) د فرانسې د پاریس ښار کې د «بدلون راوستونکو ښځو» «Women Changing the World Awards» نړیوالې غونډې پر مهال اعلان سوې.

دا جایزه هغو ښځو ته ورکول کېږي چې له جوړښتي ستونزو سره سره، د رهبرۍ، نوښت، بشري حقونو فعالیتونو او ټولنیز اغېز له لارې په خپلو ټولنو کې د مثبت بدلون مهم رول لوبولی وي.

ثریا محمدي وایي، د سیدالشهدا پر ښوونځي په برید کې د خپلو ملګرو له لاسه ورکولو ، د زده‌کړو او ټولنیز عدالت په اړه د هغې لیدلوری ژور بدل کړی دی.

هغې زیاته کړې چې فعالیتونه یې تر ډېره د انجونو پر زده‌کړو، سواد زده‌کړې او د ښځو د حقونو په اړه د پوهاوي پر لوړولو راڅرخي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x