په جرمني کې د افغانانو له لوري د افغانو ښځو د حقونو د تأمین غوښتنه

د افغانستان یو شمېر اوسېدونکو د شنبې په ورځ د جرمني په لایپزیګ ښار کې د اعتراضیه غونډې په ترڅ کې د عدالت او د افغانانو د اساسي حقونو د تأمین غوښتنه وکړه.
په جرمني کې د افغانانو له لوري د افغانو ښځو د حقونو د تأمین غوښتنه

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د افغانستان یو شمېر اوسېدونکو د شنبې په ورځ د جرمني په لایپزیګ ښار کې د اعتراضیه غونډې په ترڅ کې د عدالت او د افغانانو د اساسي حقونو د تأمین غوښتنه وکړه.

دغه غونډه په هرات ولایت کې د شیعه وګړو پر وړاندې د وروستي برید په غبرګون کې ترسره سوه. ګډونوالو د شعارونو په ورکولو او د لوحو په درلودلو سره دغه پېښه وغندله.

 اعتراض کوونکو ټینګار وکړ چې د دوی موخه د قربانیانو غږ نړیوالو ته رسول او په افغانستان کې د امنیتي او بشري حقونو وضعیت ته د نړیوالې ټولنې د پاملرنې راجلبول دي.

د دې برید د غندلو ترڅنګ، ګډونوالو د افغانو انجونو او ښځو د حقونو د ملاتړ پر اړتیا هم ټینګار وکړ. هغوی د ښځو پر زده‌کړې، کار او ټولنیز حضور موجود محدودیتونه اندېښمنوونکي وبلل او له نړیوالو بنسټونو یې د عملي اقدام غوښتنه وکړه.

د دې غونډې تنظیموونکو ویلي چې دا ډول حرکتونه به دوام ولري څو د افغانستان وضعیت، په ځانګړي ډول د بشري حقونو او د وګړو د امنیت په برخه کې، د نړۍ پام روان وساتل سي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x