په افغانستان کي د کتاب لوستلو د فرهنګ کمېدل

د افغانستان یو شمیر اوسیدونکي، د ځوانانو تر منځ د مطالعې د فرهنګ د پام وړ کمېدو له امله اندېښنه څرګندوي او وايي چي دا بهير په وروستيو کلونو کي په څرګند ډول زيات سوي دي.
په افغانستان کي د کتاب لوستلو د فرهنګ کمېدل

د افغانستان یو شمیر اوسیدونکي، د ځوانانو تر منځ د مطالعې د فرهنګ د پام وړ کمېدو له امله اندېښنه څرګندوي او وايي چي دا بهير په وروستيو کلونو کي په څرګند ډول زيات سوي دي.

د دوی په باور، اقتصادي ستونزې، د طالبانو له خوا لګول سوي محدوديتونه، او د راتلونکي په اړه بې‌باوري د ځوانانو د کتاب لوستلو د لېوالتيا د کمېدو اصلي لاملونه دي.
دغه اوسیدونکي زياتوي چي د انجونو پر زده‌کړو بنديز، د هلکانو لپاره د کاري فرصتونو نشتوالی، د انټرنېټ ناسمه او زياته کارونه، او د رسنيو، ښوونځيو او پوهنتونونو کمه پاملرنه د مطالعې د فرهنګ د ودې په برخه کي د دې وضعيت نور لاملونه دي.

د دغو ځوانانو په وينا، تعليمي بنسټونه په هېواد کي د زده‌کوونکو او محصلينو د مطالعې د تشويق لپاره منظم او اغېزمن پروګرامونه نه لري، او همدا کار سبب سوی چي کتاب لوستل د ځوان نسل تر منځ خپل پخوانی مقام له لاسه ورکړي.

دا اوسېدونکي د دې بهير پايلې اندېښمنونکي بولي او خبرداری ورکوي چي د مطالعې د فرهنګ دوامداره بې‌پامي کولای سي د ځوان نسل راتلونکی له جدي ستونزو سره مخ کړي.
 دوی ټينګار کوي چي کلتوري او تعليمي بنسټونه بايد د کتاب لوستلو د ودې لپاره هدفمند او عملي پروګرامونه پيل کړي. د دوی په باور، د مطالعې د فرهنګ پراختيا نه يوازي د ځوانانو فکري وده پياوړې کوي، بلکي د ټولنيز يووالي او د هېواد د فرهنګي هويت په ساتنه کي هم مهم رول لري.

په همدې حال کي، د افغانستان کتابتونونه چي پخوا د محدودو امکاناتو سره سره د مطالعې د مينه‌والو ځوانانو د پوره حضور ځای وو، نن ورځ له کم‌رنګه او کم‌مراجعې حالت سره مخ دي.

په تېرو وختونو کي دې کتابتونو هغه محصلين مېلمانه کول چي هر يو په يوه کونج کي د بېلابېلو کتابونو په لوستلو بوخت وو؛ له سياسي جغرافيې کتابونو نيولې بيا د قهار عاصي د شعرونو ټولګو او د رهنورد زرياب د اثارو تر مطالعې پورې، خو اوس د انجونو پر زده‌کړو د دروازو د بندېدو او د طالبانو د مدرسو د پراختيا له امله دا فرهنګ د ځوانانو تر منځ کمزوری سوي دي .

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x