د هرات ولایت یو شمېر اوسېدونکي د طالبانو له لوري د دې ولایت د تاریخي اثارو د ساتنې او پالنې په برخه کې د بېپروايۍ له امله اندېښنه څرګندوي.
د هغوی په وینا، ډېری تاریخي ودانۍ په نامناسب حالت کې دي او د بېلابېلو عواملو له امله یې ځینې برخې نړېدلې دي.
دغه اوسېدونکي خبرداری ورکوي چې د هرات تاریخي منارونه له جدي ګواښ سره مخ دي او که پر وخت ورته پاملرنه ونه سي، کېدای سي نه جبرانېدونکي زیانونه وویني. هغوی همدارنګه وایي چې د ځینو خلکو چلند هم دې وضعیت ته لا وده ورکړې ده؛ ځکه د ساتنې پر ځای له دې ځایونو څخه د تفریح لپاره کار اخیستل کېږي.
د سيمهایزو سرچینو په وینا، په اوس وخت کې د هرات د لرغونو اثارو د بیا رغونې او ترمیم لپاره کوم مشخص پروګرام یا پروژه نه ده روانه. په همدې حال کې، لرغونپوهان ټینګار کوي چې د دې ولایت له شاوخوا ۸۰۰ تاریخي ودانیو څخه ګڼ شمېر یې د طبیعي زړښت او د بودجې د کمښت له امله مسلکي ترمیم او منظمې ساتنې ته اړتیا لري.




