په بامیان ولایت کې یوه محصل په ټولنیزو شبکو کې د پیغام په خپرولو سره ادعا کړې چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په یوه اعلامیه کې له ټولو محصلینو غوښتي چې د حنفي مذهب پیروي وکړي؛ هغه موضوع چې د نوموړي په وینا، د شیعه محصلینو لپاره د مذهب د جبري بدلون د تحمیل په معنا ګڼل کېږي.
دغه محصل د دې پرېکړې د پایلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې دا لارښوونه کولای سي د نورو مذاهبو، په ځانګړي ډول شیعهګانو، لپاره په پوهنتوني چاپېریال کې محدودیتونه رامنځته کړي.
هغه همدارنګه د افغانستان د شیعه عالمانو شورا پر کړنو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دې بنسټ د طالبانو د دې اقدام پر وړاندې چوپتیا غوره کړې ده.
تر اوسه د طالبانو د لوړو زده کړو د وزارت چارواکو په رسمي ډول په دې اړه غبرګون نه دي څرګند کړی او د دې اعلامیې په اړه نور جزئیات هم نه دي خپاره سوي.




