د معمار خبري اژانس د راپور له مخې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان خبرداری ورکړی چې د طالبانو له خوا د انجونو پر منځنیو زده کړو د محدودیت دوام لا هم په هېواد کې د بشري پانګې د عادلانه ودې پر وړاندې له تر ټولو جدي جوړښتي خنډونو څخه ګڼل کېږي.
دې ادارې د دې موضوع په یادولو سره ټینګار کړی چې له زده کړو څخه د انجونو محرومول به د افغانستان پر ټولنیز او اقتصادي وضعیت اوږدمهاله اغېزې ولري.
د وړاندې سویو شمېرو له مخې، په افغانستان کې له ۳۴ میلیونو څخه ډېر کسان د ملګرو ملتونو د مرستندویو پروګرامونو تر پوښښ لاندې راغلي دي. همدارنګه دې سازمان د څه باندې ۴.۶ میلیونه ماشومانو لپاره په ښوونځیو کې د نوملیکنې زمینه برابره کړې ده.
له دې سره سره، د شاوخوا ۴۵ زره دوامدارو کاري فرصتونو رامنځته کېدل هم له اعلان سوو لاسته راوړنو څخه دي، چې یوه برخه یې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ښځو او نارینه وو ته ځانګړې سوې ده.
له دغو پرمختګونو سره سره، ملګرو ملتونو د لا هم موجودو جدي ستونزو په اړه خبرداری ورکړی دی. د بشري مرستو کمښت، د اقلیمي بدلونونو اغېزې، د کورنیو بېځایه کېدنو زیاتوالی او لګېدلي محدودیتونه پر کورنیو او بنسټیزو خدمتونو دروند فشار اچولی دی.
د یادونې وړ ده چې نږدې پنځه کاله کېږي طالبانو د شپږم ټولګي څخه پورته انجونې د زده کړو له دوام څخه محرومې کړې دي؛ هغه اقدام چې له پراخو کورنیو او نړیوالو نیوکو سره مخ سوي دي .




