د معمار خبري اژانس د راپور له مخې، يو شمېر خبريالانو، د رسنيو کارکوونکو او د بشري حقونو فعالانو د يوه پرانيستي ليک په خپرولو سره له ملګرو ملتونو او نړيوالو ادارو غوښتي چي د نيول سويو خبريالانو د سمدستي آزادېدو لپاره اقدام وکړي.
دا ليک چي ۳۶۰ رسنيزو فعالانو لاسليک کړی، د افغانستان د رسنيو د ملاتړ سازمان له خوا د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو گوترش ته لېږل سوي دي .
لاسليک کوونکو په دې ليک کي د بندي خبريالانو د وضعيت په اړه اندېښنه ښودلې او هغه يې د اندېښنې وړ بللې ده. په دې لړ کي د شکیب احمد نظری ، بشیر هاتف او حمید فرهادی د حالت يادونه هم سوې ده.
په ليک کي ټينګار سوی چي دغه خبريالان د خپلو مسلکي فعاليتونو او د معلوماتو د خپرولو له امله نيول سوي دي؛ هغه اقدام چي د دوی په باور د بيان د آزادۍ ښکاره نقض او د بشري حقونو له نړيوالو اصولو او معيارونو سره په ټکر کي دي.
د دې ليک ليکوالانو همدارنګه خبرداری ورکړی چي د دغه ډول بهير دوام کولای سي په ټولنه کي د وېرې او ناامنۍ فضا پراخه کړي او د معلوماتو د ازاد بهير د محدودېدو لامل وگرځي.




