په پنجشېر ولايت کي سيمهایزې سرچينې وايي چي د دې ولايت د پوهنې رياست په ښوونځيو کي د يونيسف اړوند د تعليمي کتابچو کارول منع اعلان کړي دي.
د دغو سرچينو په وينا ، دا پرېکړه په دي وروستيو ورځو کي په رسمي ډول يو شمېر ښوونځيو ته رسول سوې او په بېلابېلو برخو کي يې د پلي کېدو بهير پيل سوی دی.
يو شمېر زدهکوونکو له سيمهایزو سرچينو سره په خبرو کې ويلي دي چي دوی ته خبر ورکړل سوی چي دا کتابچې د کفر سره تړاو لري او د هغو کارول حرام ګڼل کېږي.
په همدې حال کي د پنجشېر د پوهنې رياست ځينو سرچينو هم د دې لارښوونې صادرېدل تاييد کړي او ويلي يې دي چي دا پرېکړه ښوونځيو ته رسېدلې خو د دې دلايلو او جزئياتو په اړه نور معلومات نه دي ورکړل سوي.
سره له دې تر اوسه کوم رسمي مقام په خپلواکه توګه دا موضوع نه ده تأييد کړې او نه يې رد کړې ده.




