د معمار خبري اژانس د راپور له مخې ؛ په کابل او د هېواد په ځینو ولایتونو کې یو شمېر محصلانو ویلي چې د طالبانو چارواکو په ځینو پوهنتونونو کې د ښځو له خوا د لیکل سوو کتابونو تدریس منع کړی دی.
دغه محصلانو د دې کتابونو د نومونو او عنوانونو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي، خو ټینګار یې کړی چې دا محدودیت په ځینو پوهنتونونو کې د کابل او خوست په شمول پلي سوی دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له کتابتونونو او کتاب پلورنځیو څخه د یو شمېر کتابونو د ټولولو راپورونه هم ورکړل سوي، هغه کتابونه چې د دې ډلې له خوا غیر اسلامي یا د افغاني ارزښتونو خلاف بلل سوي دي.
همدارنګه مخکې راپورونه موجود وو چې طالبانو ځینې مضامین او درسي عنوانونه له پوهنتوني نصاب څخه لیرې کړي دي.
له بلې خوا، دې ډلې د بیا واکمنېدو وروسته د انجونو پر لوړو زده کړو بندیز لګولی او وروسته یې یو شمېر ښځینه استادانې هم له تدریس څخه منع کړي دي.
دا اقدامات د ځینو استادانو او مدني فعالانو له غبرګون سره مخ سوي او هغوی دا د فکري لوري ورکولو او د تعلیمي فضا د محدودولو هڅه بللې ده.




