طالبان په بلخ پوهنتون کې د محصلانو د مذهب د بدلولو په هڅه کې دي

د بلخ پوهنتون يو شمېر محصلان وايي طالبانو هغوی د داسې ژمنليک لاسليکولو ته اړ کړي چې له مخې يې بايد د حنفي مذهب پيروي وکړي او سخت مقررات مراعات کړي.
طالبان په بلخ پوهنتون کې د محصلانو د مذهب د بدلولو په هڅه کې دي

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې ؛ د بلخ پوهنتون يو شمېر محصلان وايي طالبانو د يوه رسمي سند په وېشلو سره هغوی مجبور کړي چې ژمنه وکړي خپل مذهب حنفي ته واړوي. د دغو محصلانو په وينا، په دې ۱۴ مادو ليک کې، د مذهب تر موضوع سربېره، د بڼې او چلند په اړه هم سخت مقررات وضع سوي دي.

د دې سند له مخې، د محصلانو لپاره د ږيرې پرېښودل او د افغاني دوديزو جامو اغوستل لازمي ګرځول سوي، د موسيقۍ اورېدل منع اعلان سوي او له هغوی غوښتل سوي چې د امر بالمعروف قوانين مراعات کړي.

 همدارنګه د جامو ډول هم ټاکل سوی او محصلان مکلف سوي چې افغاني جامي واغوندي.

په پوهنتون کې انځور اخيستل او ويډيو ثبتول هم منع اعلان سوي دي.

د دې سند په يوه ماده کې ټينګار سوی چې د افغانستان ډېری خلک د امام ابوحنيفه مذهب پيروي کوي، نو محصل هم د يووالي د ساتلو لپاره بايد همدغه مذهب غوره کړي.

محصلانو په وروستيو ورځو کې د دې سند نسخې رسنيو ته لېږلې او د دغو مقرراتو د تحميل په اړه يې اندېښنه څرګنده کړې ده. د بلخ پوهنتون يوه محصل ويلي چې طالبانو هغوی د دې ژمنليک لاسليکولو ته اړ کړي او که سرغړونه وکړي، د پوهنتون د ايستلو له ګواښ سره به مخ سي.

د دې سند په وروستۍ برخه کې راغلي چې که څوک د هغه مادې مراعات ونه کړي، محصل به شکايت حق ونه لري.

هممهاله، د نورو ولايتونو، لکه بدخشان، څخه هم د مذهب د بدلولو د ورته هڅو راپورونه خپاره سوي دي. تر دې وړاندې، د طالبانو د علماوو شورا په دې ولايت کې اعلان کړی و چې د اسماعيليه مذهب پيروان که سني مذهب ته واوړي، نو مالي انعام او خونديتوب به ترلاسه کړي.

همدارنګه، د طالبانو د جزايي محکمو په اصولنامه کې يوازې د حنفي مذهب پيروان مسلمانان بلل سوي او نور مذهبونه بدعتي ياد سوي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x