یو شمېر ښځې په هرات کې وایي چې طالبانو د ښځو د پوښاک محدودیتونه، په ځانګړي توګه د حجاب اغوستونکو لپاره، ډېر کړي او د عامه ترانسپورت د کارولو څخه د هغوی مخه نیسي.
د سیمه ایزو سرچینو په وینا، د ښار په بېلابېلو ځایونو کې، په ځانګړې توګه د موټرو اصلي تم ځایونو کې، د طالبانو ماموران فعاله حضور لري او د ښځو د تګ راتګ څارنه کوي. دغه ښځې د چهارشنبې په ورځ رسنیو ته ویلي چې د طالبانو ځواکونه د حجاب اغوستونکو ښځو په موټرو او مسافر وړونکو بسونو کې د سپرېدو مخه نیسي.
راپورونه وایي چې طالبانو د ښاري وسایطو چلوونکو ته خبرداری ورکړی چې ښځې له دې ډول پوښاک سره انتقال نه کړي. ویل کېږي چې په هغو پېښو کې چې چلوونکو دغه امر له پامه غورځولی، د طالبانو له چلند سره مخامخ سوي دي.
همدارنګه، یوه ویډیو چې رسنیو ته رسېدلې، د هرات د بلندآب په سیمه کې د امر به معروف مامورانو حضور ښايي؛ هغه ځای چې دوی د حجاب اغوستونکې یوې ښځې په موټر کې د سپرېدو مخه نیسي.
سره له دې چې حجاب د ښځو د بدن ډېره برخه پوښي، خو سرچینې وایي دا ډول پوښاک د طالبانو د غوښتل سویو معیارونو سره، چې پر پراخو او بېلابېلو لباسونو ټینګار کوي، سمون نه خوري.
طالبان همدارنګه پر دې ټینګار کوي چې ښځې باید د دوی ټاکل سوی پوښاک مراعت کړي.




