د طالبانو د معارف وزارت د پنجشنبې په ورځ، د حمل ۶مه، د مراسمو په ترڅ کې ، د ۱۴۰۵ ښوونیز کال پیل اعلان کړ او د دې ډلې چارواکو په رسمي ډول د ښوونځیو زنګ وواهه.
له دې سره، د شپږم ټولګي څخه پورته د انجونې ښوونځي د پنځم کال راهیسي په پرلهپسې ډول د طالبانو په امر تړل سوي پاتې دي او د ښوونیز کال د پیل په مراسمو کې هم د انجونو تعلیمي محرومیت ته هېڅ اشاره ونه سوه.
دا مراسم د طالبانو د لوړپوړو چارواکو په ګډون ترسره سول، چې پکښې د لومړي وزیر اداري مرستیال، د معارف، اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسؤلین او نورې ادارې شاملې وې.
په همدې حال کې راپورونه څرګندوي چې د طالبانو د معارف وزیر په دې مراسمو کې حضور نه درلود.
د انجونو د ښوونځیو تړلي پاتې کېدل په داسې حال کې دي چې دا موضوع په کور دننه او نړیواله کچه د پراخو غبرګونونو سره مخ سوې او د افغانستان د تعلیمي نظام له مهمو ننګونو څخه ګڼل کېږي.




