ملا محمد حسن آخند، د طالبانو د ریاستالوزرا مشر، د کوچني اختر په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي چې اسلامي امارت د هوکړي او د ستونزو سولهییز حل ته باور لري.
د طالبانو د ریاستالوزرا مشر د پاکستان د نظامي رژیم وروستي کړنې وغندلې او ټینګار یې وکړ چې د خلکو او هېواد دفاع د اسلامي امارت دینی او وجداني مسؤلیت دی.
ملا محمد حسن آخند زیاته کړه چې اسلامي امارت هڅه کوي ستونزې له هر لوري سره د خبرو له لارې حل کړي.




