د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) په یوه نوي راپور کې ویلي چې د افغانستان خلک په نړۍ کې د کډوالو تر ټولو لوی نفوس جوړوي چې له ۶،۴ میلیونو ډېر کډوال دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې د راپور له مخې، د دې ادارې تر ساتنې لاندې په هرو شپږو کډوالو کې یو یې له افغانستانه دی. دا شمېره د تېر کال په پرتله ۱۳ سلنه زیاته شوې او د دې ښکارندويي کوي چې د افغانانو د مهاجرت بهیر ډېر شوی دی. د ملګرو ملتونو دغه سازمان زیاته کړې، چې افغان کډوال په ۱۰۸ هېوادونو کې مېشت دي، چې ډېری یې په ایران او پاکستان کې مېشت دي. وروسته له هغه چې طالبانو پر افغانستان واک تر لاسه کړ، تر ۶ میلیونو ډېر خلک د ښه ژوند په لټه کې له افغانستانه کډه شول. په ټولیزه توګه هغه خلک چې په تیرو ۳ کلونو کې له هیواد څخه مهاجر شوي دي په څو ډلو ویشل کیدای شي چې پکې نظامی، دولتي کارکوونکي، امنیتي ځواکونه، ښځې او کورنۍ شاملې دي. د پخواني حکومت ډېری سرتېري او امنیتي ځواکونه له افغانستانه ووتل او نورو هېوادونو ته یې پناه یوړه، څو د طالبانو له غچ څخه ځان وژغوري. د امنیتي ګواښونو تر څنګ له افغانستان څخه د کډوالۍ ګڼ نور لاملونه هم شته او د همدغو دلایلو پر بنسټ ډېری کډوال پرېکړه کوي چې له افغانستانه ووځي او بهرنیو هېوادونو ته کډوال شي. اقتصادي بحران، فقر او وزګارتيا، ښوونه او روزنه، د هويت بحران، د ماشومانو د ژوند د فرصتونو ښه والی او د ښځو حقونه په افغانستان کې د مهاجرت له مهمو عواملو څخه دي. د ښځو او نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو په تړلو او همدارنګه له هېواده د پوهنتونونو د استادانو په وتلو سره، ډېری خلک د خپلو اولادونو د زده کړې د ښه فرصتونو د ترلاسه کولو په موخه بهرنیو هېوادونو ته کډوال شوي دي. دغه راز د يوه پياوړي او ګټور اقتصادي جوړښت د نشتوالي له امله هم ډېر افغانان له اقتصادي ستونزو او بېکارۍ سره مخ شوي دي. د طالبانو بندیزونه او د افغانستان انزوا د دې لامل شوې چې خلک له بې وزلۍ او پراخې بېکارۍ سره مخ شي، نو له دې حالته د خلاصون لپاره یې له افغانستانه د هجرت پرېکړه وکړه. په افغانستان کې دا ډول وضعیت ته په کتو سره زموږ هیوادوال هم په بهر کې له پراخو بندیزونو سره مخ دي ځکه چې تر لاسه کوونکې هیوادونو هم اعلان کړی چې نور د مهاجرینو د منلو ظرفیت نه لري. خو د طالبانو سیاستونو په افغانستان کې د شرایطو د ښه کولو لپاره کار نه دی کړی او بهرنیو هېوادونو ته د کډوالۍ څپې دوام لري او افغانستان په نړۍ کې تر ټولو زیات بې ځایه شوي نفوس لري.

- 78
- کې خپور شو 6:07 ب.ظ
- د خبر شمیره 9148
- 28 جوزا 1403
- کې خپور شو 6:07 ب.ظ
- د خبر شمیره 9148
- 28 جوزا 1403
- خبرونه
- تازه تازه 18:07 - 28 جوزا 1403
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=9148
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه

د مارګو دښته او د وږي ولس تر پښو لاندې د شتمنیو لویه زېرمه
14:37 - 31 سرطان 1405

زندانی خبریالان که د وګړو پوهاوی؛ طالبان کوم یو غواړي؟
18:08 - 24 سرطان 1405

له بګرامه تر کانګو؛ د کډوالو سره د خیانت په دره کې د بشري حقونو سراب
16:56 - 31 جوزا 1405

له تلابیب څخه تر واشنګټنه تریخ اعتراف او د منځني ختیځ نوي پیل
14:41 - 27 جوزا 1405
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها