د جون شلمه، د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، د دې لپاره یو فرصت دی چي نړیواله ټولنه د میلیونونو بېځایه سویو انسانانو پر وړاندې خپل اخلاقي او حقوقي ژمنې بیا را په یاد کړي. په داسې حال کې چي د بشري حقونو نړیواله اعلامیه په خپله دیارلسمه او څوارلسمه ماده کې د ازاد تګ راتګ او د پناه غوښتنې حق د ټولو لپاره په رسمیت پېژني، خو په افغانستان کې د امریکا د ناکامو تګلارو او د طالبانو د بشر ضد کړنو ګډ ترکیب نه یوازې دغه بنسټیز حقونه تر پښو لاندې کړي، بلکې په سیمه کې یې د جبري بېځایه کېدو تر ټولو ستر ناورین هم رامنځته کړی دی.
نن، د جون شلمه، هغه ورځ ده چي د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري هڅه کوي د نړۍ پام د څه باندې پنځوس میلیونه بېځایه سویو او کډوالو انسانانو کړاوونو ته واړوي. له دې شمېر څخه شاوخوا ۱۷.۶ میلیونه کسان په نورو هېوادونو کې کډوال دي، او پاتې یې د خپلو هېوادونو په دننه کې بېځایه سوي دي. خو هغه څه چي دا ورځ په ځانګړي ډول په منځني ختیځ او سویلي اسیا کې لا ترخه کوي، زموږ د هېواد افغانستان دردناک حالت دی. هغه هېواد چي د تېرو څلورو لسیزو جګړو په ترڅ کې نه یوازې ثبات نه دی موندلی، بلکې اوس د نړۍ د کډوالو له اوو اصلي سرچینهيي هېوادونو څخه ګرځېدلی دی. د افغانستان تر څنګ، سوریه، سوډان او ونزوېلا هغه هېوادونه دي چي د نړۍ د کډوالو شاوخوا اویا سلنه جوړوي.
خو د پام وړ ټکی دا دی چي د معتبرو راپورونو له مخې، شاوخوا پنځه میلیونه او څلور سوه زره کډوال یوازې په وروستیو څلورو کلونو کې افغانستان ته بېرته ستانه سوي دي، او تر څنګ یې درې میلیونه او دوه سوه زره کسان په خپله هېواد کې دننه بېځایه سوي دي. دا شمېرې د نړیوالو او کورنیو تګلارو د بشپړې ناکامۍ څرګندونه کوي. د کاریتاس نړیواله اداره ټینګار کوي چي هېوادونه باید د ۱۹۵۱ کال د کډوالو کنوانسیون او د جبري بېرته نه ستنولو اصل ته ژمن پاتې سي، خو هغه څه چي په عمل کې تر سترګو کېږي، د لویو قدرتونو او واکمنو ډلو له لوري د دغو معیارونو ښکاره سرغړونه ده.
طالبانو د خپلې پنځه کلني واکمنۍ په موده کې نه یوازې نړیوالې ژمنې له پامه غورځولې، بلکې د بشري حقونو بنسټیز اصول او حتی د اسلام د سپېڅلي دین لارښوونې یې هم تر پښو لاندې کړي دي. په دې موده کې هغوی د جمهوریت په دوره کې په رسمیت پېژندل سوی جعفري مذهب رسمیت لغوه کولو سره پر شیعهګانو سخت محدودیتونه ولګول. دا کړنه د مذهبي توپیر ښکاره بېلګه او د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې د اتلسمې مادې ښکاره سرغړونه ده (د فکر او مذهب د ازادۍ حق).
تر ټولو اړینه خبره دا ده چي طالبانو د ښځو او انجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلي دي، چي نه یوازې یې د بشري حقونو نړیوال معیارونه تر پښو لاندې کړي، بلکې هغه مشروع حقونه یې هم له منځه وړي چي د اسلام سپېڅلي دین د ښځو لپاره منلي دي. په اسلام کې د زدهکړې او روزنې حق د ښځې او نارینه لپاره یو شان فرض بلل سوی دی؛ د اسلام ستر پیغمبر (ص) فرمایلي دي: «د علم او پوهې ترلاسه کول پر هر مسلمان نارینه او ښځه فرض دي». خو طالبانو د دین په ناسم او مردسالارانه تفسیر سره انجونې له شپږم ټولګي پورته له زدهکړو بېبرخې کړې دي او افغانستان یې د نړۍ یوازینی هېواد ګرځولی دی چي د ښځو پر زدهکړو داسې محدودیتونه پلي کوي.
اسلام ښځې ته د کار او اقتصادي فعالیت حق ورکړی او هغه یې په خپلو مالونو او شتمنیو کې خپلواکه ګڼلې ده، خو طالبانو زرګونه کونډې او د کورنیو سرپرستې ښځې چي د خپلو کورنیو د نفقې مسؤلیت یې پر غاړه درلود، له کار کولو منع کړې دي او حتی د هغوی دولتي دندې یې د ډېر لږ معاش په بدل کې د کور ناستې له حالت سره بدلې کړې دي.
په سیاسي برخه کې، طالبانو یو بشپړ یوقومیز حاکمیت، یعنې د پښتونمحوره واکمني رامنځته کړې ده او د دولت ټولې اړینې څوکۍ، وزارتونه او ریاستونه یې د خپلو طالب او پښتون کسانو په انحصار کې راوستي دي. په داسې حال کې چي د طالبانو شاوخوا ۹۵ سلنه والیان او وزیران له هېڅ ډول مسلکي تخصص پرته دي او یوازې د پاکستان له دیني مدرسو څخه په محدود دیني زدهکړو سمبال دي. د مدیریت په برخه کې د تخصص نشتوالی د افغانستان د اقتصاد، روغتیا او د زدهکړې نظام د خرابېدو لامل سوی دی.
طالبان د خپلو کړنو له امله په سیمه کې د جبري کډوالۍ اصلي داخلي لامل ګرځېدلي دي. په حقیقت کې، له امریکایانو وروسته، همدغه طالبان دي چي وګړي له هېواده تېښتې ته اړ کوي، ځکه د هغوی تر واک لاندې نه امنیت سته، نه عدالت او نه د ځوان نسل لپاره راتلونکی.
که طالبان د بحران داخلي عامل دي، نو د امریکا متحده ایالات یې بهرنی او اغېزمن عامل ګڼل کېږي. امریکا په داسې تشو او دروغجنو شعارونو لکه د دیموکراسۍ راوستل، له ترهګرۍ سره مبارزه او د بشري حقونو دفاع افغانستان ته راغله، خو له شل کلن اشغال وروسته یې نه یوازې ثبات رانه وست، بلکې د ۲۰۲۱ د اګست د بېمسؤلیته وتلو په پایله کې یې افغانستان د ګډوډۍ سره مخ کړ او د طالبانو د بیا راتګ لپاره یې زمینه برابره کړه.
امریکا د پراخ فساد په خپرولو، د بېاخلاقۍ په دودولو او د ترهګرو شبکو په پیاوړتیا سره افغانستان په تر ټولو بد حالت کې پرېښود. په اوس وخت کې تر ۲۳ زیاتې بهرني ترهګریزې ډلې په افغانستان کې فعالیت لري چي د سیمې امنیت په جدي ډول له ګواښ سره مخ کوي.
د دغو ټولو عواملو ټولیزه پایله—یعنې د طالبانو کورنی فشار، د نړیوالې ټولنې بېپامي او خیانت، او اقتصادي کړکېچونه—دا ده چي د افغانستان وګړي له هېواده د تېښتې پرته بله لاره نه لري. د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په تېر کال کې شاوخوا ۷ میلیونه کسان په افغانستان کې د اوږدو جګړو او طبیعي پېښو له امله بېځایه سوي دي.
د جون شلمه، د کډوالو نړیواله ورځ، باید یوازې یو تقویمي مناسبت نه سي چي د تکراري او بېبرخلیکه شعارونو په ویلو سره تیرې تېر سوو. دا ورځ د نابرابریو، دوهمخۍ او د نړیوال نظام د تاریخي ناکامیو بشپړ انځور دی. هغه څه چي د افغانستان پر وګړو راغلل، یو انساني ناورین دی چي د دوو عواملو د ګډ اغېز پایله ده: له یوې خوا، د طالبانو سختدریځي او قبیلوي بنسټپالنه چي د زور او انحصار پر تکیه نه یوازې له حقیقي اسلام سره بلکې له هر ډول عقلاني دیني تفسیر سره په ټکر کې ده؛ او له بلې خوا، بېمسؤلیته امریکایي امپریالیزم چي د جګړې او سیاست له وسیلو څخه په استفادې سره یې د یوه هېواد ثبات د خپلو لنډمهاله ګټو لپاره قرباني کړ او د خپلو متحدانو سره په خیانت یې وښوده چي بشري حقونه ورته یوازې یوه تبلیغاتي پوښښ دی.
خو دلته اساسي پوښتنه دا ده: د دې ناورین مسؤل څوک دی؟ آیا دا تمه کېدای سي چي لوېدیځ هېوادونه، چي خپله د دغو بحرانونو د سترې برخې عامل دي، د نورو بندیزونو په لګولو سره د بېوسه وګړو لاسنیوی وکړي؟ او آیا پر داسې واکمنانو باور کېدای سي چي د مدیریت علمي وړتیا نه لري او یوازې پر قومي تړاو او قبیلوي فکر تکیه کوي؟
افغانستان نن د نړیوالو ژمنو هدیره او د نیابتي جګړو میراث دی. د دې هېواد او د وګړو راتلونکی د نړیوالو تګلارو په بنسټیز بیا کتنه او د “پناه غوښتنې” د مفهوم په بیا تعریف پورې تړلی دی—نه د یوې لنډمهالې مرستې په توګه، بلکې د یو بنسټیز او نه سلبېدونکي حق په توګه.




