نن ورځ حج یوازې یو فردي عبادت نه دی؛ بلکې د مسلمانانو د وجدان د بیدارۍ، د عدالت د بیا راژوندي کولو، د مظلوم دفاع او د اسلامي نړۍ په منځ کې د جلاوالې او تبعیض پر وړاندي د مبارزې یوه ازموینه ده.
د حج د ورځو او د قربانۍ اختر د رارسېدو سره، اسلامي نړۍ یو ځل بیا د معنویت، اخلاقو، یووالي او ټولنیز مسئولیت د سترو فرصتونو په وړاندې ولاړه ده. خو په داسې وخت کې چې غزه د بمباریو تر کنډوالو لاندې ده او د ځینو عربي دولتونو چوپتیا یې ساه تنګه کړې، اساسي پوښتنه دا ده چې آیا د حج په اړه خبرې کېدای سي خو د اسلامي امت له درد څخه چوپ پاتې سوو؟ نن ورځ حج یوازې یو فردي عبادت نه دی؛ بلکې د مسلمانانو د وجدان د بیدارۍ، د عدالت د بیا را ژوندي کولو، د مظلوم دفاع او د اسلامي نړۍ په منځ کې د جلاوالې او تبعیض پر وړاندي د مبارزې یوه ازموینه ده.
حج، چې د نړۍ د مسلمانانو تر ټولو لوی عبادتي اجتماع ده، یوازې د عبادت د مناسکو مجموعه نه ده؛ بلکې د توحید، مسئول، او اخلاقي انسان د روزنې یوه ښوونځی دی. مسلمان د حج په موسم کې زده کوي چې د الله په وړاندې ټول انسانان برابر دي؛ نه نژاد، نه ژبه، نه قوم او نه مذهب هېڅ یو د برترۍ معیار نه دی. د قربانۍ اختر هم د همدې پیغام ادامه ده؛ هغه اختر چې فلسفه یې یوازې د حیوان قرباني کول نه دي، بلکې د غرور، ځان غوښتنۍ، ظلم، تبعیض او د انسانانو د درد په وړاندې د بېپروا کېدو قرباني کول دي.
په داسې شرایطو کې چې اسلامي نړۍ له جګړو، افراطیت، فقر، مذهبي درزونو او بشري بحرانونو سره مخ ده، د حج او د قربانۍ د اختر د اصلي پیغام بیا لوستل تر بل هر وخت ډېر اړین دي.
حج په خپل ذات کې یو تمدني او د امت جوړوونکی حرکت دی. میلیونونه مسلمانان له بېلابېلو ملتونو، ژبو او مذاهبو سره یو ځای درېږي تر څو په عملي ډول وښايي چې اسلام د وحدت او انساني کرامت دین دی. په داسې فضا کې د مظلومو مسلمانانو د برخلیک په وړاندې بېپروا پاتې کېدل، په ځانګړي ډول د فلسطین د خلکو او د غزې د بېدفاع ماشومانو په وړاندې، د حج له حقیقي روح سره سمون نه لري.
نن غزه یوازې یوه جغرافیه نه ده؛ بلکې د اسلامي نړۍ زخمي ضمیر دی. هغه ماشومان چې د بمباریو لاندې وژل کېږي، هغه میندې چې د کنډوالو تر منځ خپل اولادونه لټوي، او هغه خلک چې له لومړنیو انساني حقونو بېبرخې دي، د اسلامي امت د وجدان لویه ازموینه ده. د ځینو عربي دولتونو چوپتیا د دې جنایتونو په وړاندې نه له اسلامي ښوونو سره سمه ده او نه د حج له وحدتبښونکي فلسفې سره.
که حج انسان د مظلوم د دفاع لور ته ور نه وړي، که د کعبې طواف د ټولنیز مسئولیت احساس راویښ نه کړي، او که د قربانۍ اختر قرباني د انسانانو له درد سره د همدردۍ سبب نه سي، نو معنویت به یوازې یوه بېروحه پوښ ته واوړي.
زموږ ټولنه (افغانستان) هم تر بل هر وخت د دین د وحدتبښونکي او اخلاقي فهم ته اړتیا لري. حج مسلمانانو ته دا زده کوي چې مذهبي اختلاف باید د ليري کولو، سپکاوي او تبعیض سبب نه سي. په داسې هېواد کې چې لسیزې د جګړو او قومي او مذهبي درزونو له امله زیانمن سوی، هر ډول تفرقه جوړوونکې پالیسي کولای سي د هېواد راتلونکی له خطر سره مخ کړي.
له همدې لیدلوري، تمه کېږي چې د طالبانو سرپرست حکومت د عقل، اسلامي فکر او عدالت پر بنسټ د ټولو اسلامي مذاهبو حقونه رعایت کړي. جعفري مذهب، چې د جمهوریت په دوره کې په رسمیت پېژندل سوی وو، د افغانستان د تاریخي، ديني او ټولنیز واقعیت یوه برخه ده او د هغه رسمي حذف یا د جعفري فقهې د زدهکړې محدودول نه د ملي یووالي لپاره مرسته کوي او نه د اسلامي عدالت له روح سره سمون لري.
هیڅ ټولنه د نورو په حذف سره ثبات ته نه رسېږي. د تاریخ تجربې ښايي چې د مذهبي تنوع درناوی، خبرې اترې او متقابل منل د ملي امنیت او یووالي بنسټونه پیاوړي کوي. د دیني علماوو سپکاوی یا د خلکو د مذهبي باورونو محدودول یوازې درزونه ژوروي او د اسلامي وحدت دښمنانو ته د ګټې زمینه برابروي.
حج موږ ته دا راښايي چې اسلامي امت هغه وخت ځواکمن کېږي چې پر ګډو ارزښتونو تکیه وکړي، نه پر اختلافاتو.
د قربانۍ اختر یوازې د ذبحې مراسم نه دي؛ بلکې د اخلاقي ټولنې د بیا رغونې فرصت دی. په داسې زمانه کې چې مصرفپالنه، تجملپرستي او اسراف د ټولنو د ژوند برخه ګرځېدلې، اسلام مسلمانان سادهژوند کولو، منځلاریتوب او مسئولیت ته رابولي.
له اړمنو سره مرسته، د ګاونډیانو حال ساتل، د خپلوانو پالنه، د مشرانو درناوی، د یتیمانو پاملرنه او د چاپېریال پاکوالی د اسلام د اختر د فرهنګ مهمې برخې دي. هغه ټولنه چې د قربانۍ غوښه یوازې د شتمنو پر دسترخوان پاتې سي خو بېوزلو ته برخه ونه رسېږي، د اختر له حقیقي فلسفې لیرې سوې ده.
نن ورځ ریښتېني مسلمان هغه څوک دی چې هم عبادت ته ارزښت ورکوي او هم د خلکو درد ته. هغه څوک چې هم مسجد ته پاملرنه کوي او هم د خپل ګاونډي خالي دسترخوان ته. اسلام د ټولنیز اخلاقو پرته نسي کولای سالمه انساني ټولنه جوړه کړي.
حج او د قربانۍ اختر تر ډېره له تکراري مذهبي مراسمو څخه زیات، د انسان د وجدان، عدالت او مسئولیت ته د بېرته ستنېدو بلنه ده. اسلامي نړۍ نن تر بل هر وخت زیات د دین ژور، عقلي او اخلاقي پوهي ته اړتیا لري؛ داسې پوهه چې پکښې د مظلوم دفاع، د انساني کرامت درناوی، د مذهبي جلاوالی منل او د تبعیض پر وړاندي مبارزه د ایمان برخه وګڼل سي.
شاید د اسلامي امت تر ټولو لویه قرباني نن دا وي چې تعصب، چوپتیا، بېپروايې او کرکه قرباني کړي. ځکه کعبه یوازې په مکه کې یو سپیڅلی ډبرین کور نه دی؛ بلکې ریښتېنی کعبه د هغه انسان زړه دی چې د ظلم پر وړاندې ماتېږي او د نورو د درد په وړاندې بېپروا نه پاتې کېږي.




