له تل‌ابیب څخه تر واشنګټنه تریخ اعتراف او د منځني ختیځ نوي پیل

جګړې یوازې د جګړې په ډګرونو کې نه پرېکړه کېږي؛ کله ناکله د یوې جګړې رښتینې پایله باید د فکر په مرکزونو کې، د خبرو اترو تر مېزونو شاته، د ښارونو په کوڅو کې، د عامه افکارو په ذهنونو کې او د قدرت د موازنو په بدلون کې ولټول سي. هغه څه چې د ایران اسلامي جمهوریت او د امریکا-اسرائیل ترمنځ په مخامخ کېدو کې رامنځته سول، یوازې یو نظامي نښته نه وه؛ بلکې دا د سیمه‌ییزو او نړیوالو لوبغاړو د حقیقي ځواک د ارزونې یو ستر او مهم ازمېښت و؛ داسې ازمېښت چې پایلې یې د لوېدیځو رسنیو او د لوېدیځو حلقو د اغېز لاندې رسنیو د تبلیغاتو خلاف، د پخوانیو معادلو ډېری برخې په بشپړه توګه بدلې کړې.
سی ان ان: سال اول دولت ترامپ یک شکست بوده است

جګړې یوازې د جګړې په ډګرونو کې نه پرېکړه کېږي؛ کله ناکله د یوې جګړې رښتینې پایله باید د فکر په مرکزونو کې، د خبرو اترو تر مېزونو شاته، د ښارونو په کوڅو کې، د عامه افکارو په ذهنونو کې او د قدرت د موازنو په بدلون کې هم ولټول سي. هغه څه چې د ایران اسلامي جمهوریت او د امریکا-اسرائیل ترمنځ په مخامخ کېدو کې رامنځته سول، یوازې یوه نظامي نښته نه وه؛ بلکې دا د سیمه‌ییزو او نړیوالو لوبغاړو د رښتیني ځواک د ارزونې یو ستر ازمېښت و؛ داسې ازمېښت چې پایلې یې د لوېدیځو رسنیو او د لوېدیځو رسنیو د تبلیغاتو خلاف، د پخوانیو معادلو ډېری برخې په بشپړه توګه بدلې کړې.

نن حتی د لوېدیځو او صهیونیستي رسنیو یوه برخه هم اړ سوې ده چې هغو واقعیتونو ته اعتراف وکړي چې تر پرون پورې یې له بیان څخه ډډه کوله. کله چې د اسرائیلو د پریکړو نیولو جوړښت ته نږدې سرچینې وایي: «که مو د دې جګړې پایله داسې پېژندلې وای، ښایي هېڅکله مو دا نه وای پیل کړې»، دا جمله له یوه عادي نظر څخه ډېر څه لري؛ دا د تل‌ابیب د ستراتیژیکو محاسبو د ماتې ښکاره اعتراف دی.

اسرائیل، چې د ماشومانو وژونکی دی، او د هغه اصلي ملاتړی، امریکا، دا جګړه په دې تصور پیل کړه چې کولای سي ایران اړ کړي چې شاتګ وکړي، تسلیم سي یا تحمیلي شرطونه ومني. خو هغه څه چې په عمل کې رامنځته سول، د دې تصور بشپړ برعکس وو. نه د ایران اسلامي جمهوریت سیاسي جوړښت ونړېد، نه یې نظامي ځواک له منځه ولاړ، نه یې توغندیز ځواک ودرېد او نه هم د ایران د وګړو ملي اراده ماته سوه. برعکس، هغه څه چې څرګند سول، د ایران اسلامي جمهوریت د مخنیوي لوړ ظرفیت او د دې وړتیا وه چې په هم‌مهاله ډول جګړه، ډیپلوماسي او عامه افکار مدیریت کړي.

د ایران د اسلامي جمهوریت یو له مهمو لاسته راوړنو څخه په دې جګړه کې د پوځي مخنیوي ځواک څرګندونه وه. کلونه کېږي چې لوېدیځې او صهیونیستي رسنۍ هڅه کوي د ایران توغندیز او دفاعي توان یوازې د تبلیغاتي وسیلې په توګه معرفي کړي؛ خو وروستیو بدلونونو وښودله چې دغه وړتیا د سیمه‌ییزو معادلو په چوکاټ کې په یوه نه انکارېدونکي واقعیت بدله سوې ده. نن حتی په ایران نیوکه کوونکي هم دا مني چې د دې هېواد پر وړاندې هره پراخه جګړه به د یرغلګرو قدرتونو د زغملو له حد څخه زیات لګښتونه ولري.

خو د ایران د اسلامي جمهوریت بریا یوازې په نظامي ډګر کې نه محدوده کېږي. ښايي له توغندیو او دفاعي سیسټمونو څخه مهمه هغه ټولنیزه همغږي او ملي پانګه وه چې په دې بحران کې یې خپل ځان څرګند کړ. په هغو ورځو کې چې دښمنانو د داخلي واټن او ټولنیز ګډوډۍ تمه لرله، میلیونونه ایرانیان په بېلابېلو ښارونو کې د ولسي غونډو په ترسره کولو سره د هېواد د ملي دفاع او وسله‌والو ځواکونو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ. دا پراخ حضور یو څرګند پیغام درلود: د ایران ملت د بهرني یرغل پر وړاندې خپل داخلي اختلافات یوې خوا ته ږدي او د خپلې ملي واکمنۍ په دفاع کې یو موټی کېږي.

دا هماغه ټکی دی چې په واشنګټن او تل‌ابیب کې د جګړې ډېری طرحه‌کوونکو په خپلو محاسباتو کې له پامه غورځولی وو. هغوی داسې انګېرله چې پوځي فشار کولای سي ټولنیزه نړېدنه رامنځته کړي؛ خو پایله د ملي همغږۍ زیاتوالی او د مقاومت د روحیې پیاوړتیا وه.

په سیاسي او ډیپلوماټیک ډګر کې هم ایران په لویه کچه وتوانېد چې د ابتکار د عمل واګې په خپل لاس کې واخلي. هغه هېواد چې ټاکل سوې وه منزوي سي، نن د سیمه‌ییزو او نړیوالو خبرو اترو له مهمو محورونو څخه ګرځېدلی دی. د سیمې هغه هېوادونه چې کلونه یې خپل امنیت د امریکا د ملاتړ تر سیوري لاندې تعریف کړی و، اوس دې ته اړ سوي چې د لا خپلواکو سیاستونو او له تهران سره د تعامل په لور حرکت وکړي. هغه څه چې دې جګړې رامنځته کړل، د سیمه‌ییز نظم د تدریجي بدلون یو روښانه نښه ده.

د امريکا پوځي ماته یوازې د جګړې په ډګر کې نه ده محدوده سوې. واشنګټن چې ځان یې د نړۍ بې‌مخالفه ځواک معرفي کاوه، یو ځل بیا دا وښوده چې نور د خپل ارادې د تحمیل توان پر خپلواکو ملتونو باندې نه لري.


هماغه هېواد چې په افغانستان کې د شلو کلونو پوځي حضور وروسته د یوه لګښتمن او سپکاوي ډک وتلو ته مجبور سوو، دا ځل هم ونه توانېد چې د ایران اسلامي جمهوریت پر وړاندې خپلې ستراتیژیکې موخې تر لاسه کړي. د امریکا نظامي ځواک لا هم لوی دی، خو سیاسي ځواک او د مطلوبو پایلو د رامنځته کولو وړتیا یې نور د پخوا په څېر نه ده.

په دې منځ کې د سیمې د ځینو عربي دولتونو کړنه هم جدي غور ته اړتیا لري. هغه دولتونه چې کلونه یې د اسلامي نړۍ د ملاتړ او د فلسطین د دفاع تر شعارونو لاندې خبرې کولې، په تر ټولو حساسو تاریخي پړاوونو کې یا چوپ پاتې سول، یا یې له پردې شاته له اسرائیل سره خپل امنیتي، اقتصادي او سیاسي همکارۍ جاري وساتلې. خو تاریخ هېڅکله هېروونکی حافظه نه لري.

راتلونکي نسلونه به له نننیو واکمنانو پوښتنه کوي: کله چې غزه تر اور لاندې وه، کله چې فلسطینیان د اشغال او تېري قربانیان وو، او کله چې سیمه د یو لوی کړکېچ په درشل کې وه، تاسو د تاریخ په کوم لوري ولاړ وئ؟

بې‌له شکه خیانت یوازې د مرمۍ په ویشتلو نه ترسره کېږي؛ کله ناکله د ظلم پر وړاندې چوپتیا، کله د اشغالګرو او ماشوم‌وژونکو سره د اړیکو عادي کول، او کله د لنډمهاله سیاسي ګټو پر وړاندې د انساني اصولو ترجیح، خپله تر ټولو ستر خیانت ګڼل کېږي. د سیمې ملتونه به ژر یا ناوخته د دغو کړنو په اړه قضاوت وکړي؛ داسې قضاوت چې ښايي له هر سیاسي محکمې څخه ډېر سخت وي.

حقیقت دا دی چې وروستۍ جګړې د نړۍ لپاره یو څرګند پیغام درلود: د لویو قدرتونو د یو اړخیزو پرېکړو زمانه د پای په لور روانه ده. هغه ملتونه چې اراده، ملي یووالی، دفاعي وړتیا او ولسي مشروعیت ولري، کولای سي د تر ټولو سختو فشارونو پر وړاندې هم مقاومت وکړي.

تاریخ څو ځله ثابته کړې ده چې حقیقي ځواک نه د بمونو په شمېر کې دی، نه د جنګي بېړیو په حجم کې او نه هم په پوځي بودیجو کې؛ بلکې واقعي ځواک د ملتونو په اراده، د حکومتونو په مشروعیت او د ګواښ د فرصت په بدلولو کې نغښتی دی.

هغه څه چې په دې مخامخ کېدلو کې ولیدل سول، تر دې زیات چې د یوې جګړې کیسه وي، د یوې فکري ماتې روایت وو؛ داسې تفکر چې ګومان یې کاوه د زور، بندیز، ګواښ او تېري له لارې کولای سي ملتونه تسلیمۍ ته اړ کړي. ایران وښوده چې په عین حال کې مقاومت کېدای سي، خبرې اترې کېدای سي، درېدل کېدای سي او د ابتکار عمل ساتل کېدای سي.

شاید د دې بدلونونو تر ټولو مهم درس د سیمې او نړۍ لپاره دا وي چې دوامداره امنیت د بهرنیو توپکونو له نل څخه نه، بلکې د ملتونو د درناوي، په نړیوالو اړیکو کې د عدالت او د ځواک د نويو واقعیتونو د منلو له لارې ترلاسه کېږي.

نن په منځني ختیځ کې، تر هر وخت زیات یو حقیقت روښانه سوی دی: هغه ملتونه چې پر هویت، خپلواکۍ او خپلې ارادې تکیه کوي، کېدای سي بیه ورکړي، خو ماتې نه خوري. او دا هغه حقیقت دی چې نه واشنګټن یې له پامه غورځولای سي او نه تل‌ابیب.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x