زندانی خبریالان که د وګړو پوهاوی؛ طالبان کوم یو غواړي؟

افغانستان، چې تر ۲۰۲۱ کال وړاندې یې په سیمه کې له تر ټولو خوځنده او ازاد رسنیز چاپېریال څخه برخمن و، اوس د څو اړخیز بحران په منځ کې راګیر سوی دی. د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان (امسو) په خپل وروستي راپور کې، په تېرو پنځو کلونو کې د رسنیو او خبریالانو د وضعیت یو اندېښمنوونکی انځور وړاندې کړی دی؛ داسې انځور چې پکښې «ویره» او «سانسور» نه یوازې د مسلکي کار پر فضا، بلکې د ټولنې پر روان او د خلکو د پوهېدو پر حق هم سیوری غوړولی دی.
افزایش فشار بر خبرنگاران پناه‌جوی افغان در پاکستان

افغانستان، چې تر ۲۰۲۱ کال وړاندې یې په سیمه کې له تر ټولو خوځنده او ازاد رسنیز چاپېریال څخه برخمن و، اوس د څو اړخیز بحران په منځ کې راګیر سوی دی. د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان (امسو) په خپل وروستي راپور کې، په تېرو پنځو کلونو کې د رسنیو او خبریالانو د وضعیت یو اندېښمنوونکی انځور وړاندې کړی دی؛ داسې انځور چې پکښې «ویره» او «سانسور» نه یوازې د مسلکي کار پر فضا، بلکې د ټولنې پر روان او د خلکو د پوهېدو پر حق هم سیوری غوړولی دی.

د امسو راپور د روانې میاشتې په ترڅ کې د خپل‌سرو نیونو، فزیکي تاوتریخوالي او د طالبانو له خوا د رسنیو په چارو کې د منظمو لاسوهنو د بې‌ساري زیاتوالي ښکارندوی دی. خبریالان نه یوازې د رسمي پېښو د پوښښ له امله، بلکې حتی د کوچنیو اختلافونو، لکه د تګ راتګ د لګښتونو پر سر، نیول سوي او وهل سوي دي، او له آزادېدو وروسته هم د چوپتیا ګواښ ورسره سوی دی.
په تېرو پنځو کلونو کې، د مستندو شمېرو له مخې، سلګونه رسنۍ تړل سوي، له ۳۰۰ څخه ډېر خبریالان زنداني سوي او د ځان‌سانسورۍ پراخه فضا واکمنه سوې ده.

رسنۍ په اوسني وخت کې یوازې د ټولنې بشپړه هنداره نه ده، بلکې د واکمنۍ او وګړو ترمنځ د اړیکې پُل او د فرهنګي او سیاسي پرمختګ خوځوونکی ځواک هم بلل کېږي. خو د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان (امسو) وروستی راپور، چې د «وېرې او سانسور تر سیوري لاندې» تر سرلیک لاندې خپور سوی دی، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د دې اړیکیز پُل د منظم ړنګېدو څرګندونه کوي.

د امسو راپور اوسنی ناوړه وضعیت په څلورو برخو کې څېړلی دی: امنیتي، اداري، ټکنالوژۍ او ایډیالوژیکي برخې. د دې راپور له مهمو موندنو څخه ځینې دا دي:

خپل‌سرې نیونې او تاوتریخوالی:
خبریالان نه یوازې د رسمي پېښو د پوښښ له امله، بلکې حتی د تګ راتګ د لګښتونو په څېر د عادي او کوچنیو موضوعاتو له کبله نیول کېږي او وهل کېږي. دا کړنې ښکاره رواني ځپنه ده، چې موخه یې د رسنیزو کارکوونکو ترمنځ د وېرې او ډار رامنځته کول دي.

د وېرې اچولو او ځان‌سانسورۍ تګلاره:
له آزادېدو وروسته، خبریالان تر فشار لاندې راوستل کېږي، څو د شکنجې او خپلې نیونې په اړه چوپ پاتې سي او د قانوني تعقیب له هر ډول هڅې ډډه وکړي. د امسو د راپور له مخې، دې تګلارې «د وېرې او ځان‌سانسورۍ فضا په پراخه کچه سخته کړې ده.»

په منځپانګه او بڼه کې لاسوهنه:
د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د پرله‌پسې پلټنو له لارې خبریالان دې ته اړ کوي چې خپله بڼه بدله کړي، لکه ږیره پرېږدي، او په ځینو ولایتونو کې یې له راډیوګانو څخه د انجونو د غږ خپرول هم بند کړي دي.

د موضوعاتو بندیز:
طالبانو خبریالانو ته په ښکاره ډول خبرداری ورکړی دی چې د «اقتصادي ستونزو، د سون‌توکو د بیو لوړوالي، د چارواکو د داخلي اختلافونو او د امنیتي پېښو د جزیاتو» په اړه له خپرونو ډډه وکړي؛ هغه موضوعات چې په حقیقت کې د ټولنې د خبرتیا تر ټولو مهمې اړتیاوې دي.

د بې‌سرحده خبریالانو سازمان (RSF) د راپور له مخې، د کابل له سقوط وروسته په یوه کال کې د هېواد له ۵۹ سلنې څخه ډېرې رسنۍ (شاوخوا ۳۲۸ رسنۍ) تړل سوي دي او یوازې ۳۵ سلنه پخوانیو رسنیو خپل فعالیت ته دوام ورکړی دی.

نږدې ۶۰ سلنه ټول خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو (شاوخوا ۷۱۰۰ کسانو) خپلې دندې له لاسه ورکړي دي. په تبعید کې مېشتو افغان خبریالانو ویلي چې طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې له ۳۰۹ څخه ډېر خبریالان زنداني کړي دي؛ دا شمېره د جمهوریت د شلو کلونو د ټولو نیول سویو کسانو درې برابره ده.

د دې ځپنې تر ټولو غمجن اړخ د رسنیو له ډګر څخه د ښځو منظم ایستل دي. د راپورونو له مخې، د ښځینه خبریالانو ونډه ۹۵ سلنه کمه سوې ده، او له شاوخوا ۱۷۰۰ ښځو څخه چې پخوا په رسنیو کې په بېلابېلو برخو کې کار کوي، اوس یوازې نږدې ۵۰ تنه په دې مسلک کې پاتې دي. په یوولسو ولایتونو کې هېڅ ښځینه خبریاله فعالیت نه کوي.

ولې ټولنه رسنیو ته اړتیا لري؟

ازادو رسنیو ته اړتیا یوازې یوه مسلکي غوښتنه نه ده، بلکې د هرې ټولنې له بنسټیزو اړتیاوو سره تړاو لري. رسنۍ د ټولنو په وده او پرمختګ کې بېلابېل رولونه لري، چې د افغانستان په اوسني وضعیت کې تر بل هر وخت ډېر ارزښت لري.

د سیاسي او فرهنګي پوهاوي وده: رسنۍ د بېلابېلو معلوماتو او شننو په وړاندې کولو سره له وګړو سره مرسته کوي، څو د سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي موضوعاتو په اړه ښه پوهه ترلاسه کړي. دا پوهاوی د «کره فکر» د رامنځته کېدو او د وګړو د خپل برخلیک په اړه د باخبره ګډون زمینه برابروي. رسنۍ د فرهنګي توپیرونو او د بېلابېلو کلتورونو ترمنځ د خبرو اترو په را څرګندولو سره، د وګړو ترمنځ د همغږۍ او ټولنیز یووالي په پیاوړتیا کې مرسته کوي او یوه خوځنده ټولنیزه پېژندنه رامنځته کوي.


څارنه او ځواب‌ویینه: رسنۍ د «واکمنۍ د څلورم رکن» په توګه د روڼتیا، ځواب‌ویینې، د وګړو د پوهاوي او ټولنیز یووالي په رامنځته کولو کې بې‌ساری رول لري؛ داسې رول چې سیاسي امتیاز نه، بلکې د هرې ټولنې د پاتې کېدو لپاره یوه نه‌تېرېدونکې اړتیا ده.

رسنۍ د وګړو ستونزې او غوښتنې را څرګندوي، له چارواکو څخه د ځواب ویلو غوښتنه کوي او د فساد او بې‌عدالتۍ د مخنیوي لپاره کار کوي. په داسې ټولنه کې لکه افغانستان چې رسمي څارونکي بنسټونه کمزوري سوي دي، د رسنیو دا دنده لا ډېره اړینه کېږي.

له بلې خوا، د بیان ازادي او معلوماتو ته لاسرسی یوازې د بشري حقونو اصل نه دی، بلکې د دیني او اخلاقي اړخ له مخې هم یوه نه انکارېدونکې اړتیا ده.

د بیان ازادي د بشري حقونو په نړیواله اعلامیه او د مدني او سیاسي حقونو په نړیوال میثاق کې د یوه بنسټیز حق په توګه منل سوې ده. دا حق د نورو ټولو آزادیو بنسټ جوړوي او خلکو ته دا زمینه برابروي چې د خپل برخلیک په ټاکلو کې فعاله ونډه واخلي. په اسلامي دود کې، امر بالمعروف او نهی عن المنکر، چې خپله د ټولنې د ګډې څارنې یوه بڼه ده، د معلوماتو له ازاد جریان پرته عملي کېدای نه سي.

د ظلم پر وړاندې چوپتیا او د معلوماتو پټول، نه یوازې د اسلام له نظره د منلو وړ نه دي، بلکې د ټولنې په بېلارې کولو کې ګډون هم بلل کېږي. حضرت علي (رض) فرمایي: «د ظلم پر وړاندې چوپتیا، خپله یو ډول ظلم دی.»

طالبانو د شریعت د ځانګړي تعبیر په پلمه د بیان ازادي محدوده کړې ده. دا کار له دوو اړخونو د نیوکې وړ دی:

دیني اړخ: که طالبان ځانونه د شریعت ساتونکي بولي، نو باید دې پوښتنې ته ځواب ووایي چې امر بالمعروف څنګه د «معروف» او «منکر» له پېژندلو پرته ترسره کېدای سي؟ وګړي څنګه کولای سي خپل دیني او ټولنیز مسؤولیت ادا کړي، په داسې حال کې چې د هېواد له اقتصادي، سیاسي او امنیتي واقعیتونو څخه ناخبره وي؟
د معلوماتو پټول او د رغنده نیوکې مخنیوی، نه یوازې امر بالمعروف له منځه وړي، بلکې د فساد او بې‌عدالتۍ د لا زیاتېدو زمینه هم برابروي.

د خلکو د حقونو اړخ: په اسلامي حکومتولۍ کې چارواکي د خلکو خادمان ګڼل کېږي. خلک حق لري چې د دغو خادمانو له کړنو، د بیت‌المال د لګښت له څرنګوالي او د سیاسي پرېکړو په اړه خبر وي.
د دې حق مخنیوی، نه یوازې له عدالت سره ټکر لري، بلکې د واکمنۍ مشروعیت هم تر پوښتنې لاندې راولي.
د افغانستان هر وګړی حق لري چې پوه سي ولې د سون‌توکو بیې لوړېږي او یا ولې داخلي اختلافونه د هېواد پر امنیت اغېز کوي. د رسنیو چوپتیا دا طبیعي حق ترې اخلي.

په اسلامي نظام کې د هرې واکمنۍ مشروعیت او پایښت د دې له روڼتیا او خلکو ته د هغې له ځواب‌ویینې سره تړاو لري؛ دا حقیقت باید ومنل سي.

د رسنیو د چوپولو پر ځای، باید د هغوی د جوړښتونو د سمون او خپلواکۍ د خوندي کولو له لارې د وګړو او واکمنۍ ترمنځ د اړیکې د پُل په توګه د رسنیو پر مثبت رول باور وسي.

د هېواد واکمنان باید د راتلونکي په اړه لید ولري؛ ځکه هغه حکومت او ټولنه چې له حقیقت څخه تښتي، برخلیک یې له انزوا او زوال پرته بل څه نه دی.

د بشر تاریخ ښودلې ده چې هغه ټولنې، چې د بیان ازادي پکښې چوپه کړل سوې ده، د ټيټوالي او زوال کندې ته لوېدلې دي. په افغانستان کې د رسنیو ځپل، نه یوازې یوه بې‌عدالتي ده، بلکې یو ځان‌زیانونکی عمل هم دی.
طالبان په دې تګلارې سره له بهرنیو دښمنانو سره نه، بلکې د خپل هېواد له سترې ملي پانګې، یعنې کره فکر او د وګړو له باخبره ارادې سره په جګړه بوخت دي. هغوی د خبریالانو په چوپولو سره، د ټولنې ویښ وجدان چوپوي؛ هماغه وجدان چې فساد رسوا کولای سي، د ظلم مخه نیولای سي او ټولنه د پرمختګ پر لور رهبري کولای سي. هغه نسل چې له پوهاوي بې‌برخې پاتې سي، د ناپوهۍ او خرافاتو په ډنډ کې به ډوب سي، او هغه ټولنه چې له رغنده نیوکې وېرېږي، د خپلو سترو تېروتنو د تکرار او په پای کې د تاریخ د هېرېدو سزا به وویني.
اوس پوښتنه دا ده: ایا طالبان غواړي چې د دې خاورې په ګډه حافظه کې د پوهاوي د چوپولو او د افغانستان د نوې زمانې د تمدن د نړولو په توګه ثبت سي، که د هغه د ساتونکو په توګه؟

دا هغه پوښتنه ده چې تاریخ به یې تیرې وپوښتې.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x