یونیسف اعلان کړی، چې په هرات کې زلزلې لسګونه زره ماشومان سخت زیانمن کړي او که مرسته ورسره ونه شي، سخت ژمی به د دوی ژوند له ګواښ سره مخ کړي. یونیسف زیاته کړه چې زرګونه کسان اوس هم زموږ مرستو ته اړتیا لري او دغه اداره د زلزلې له امله د اغیزمنو شویو ۹۶ زرو ماشومانو د ژوندي پاتې کېدو په اړه اندېښمنه ده. په هرات کې د زلزلې له امله ګڼو کورنيو ،خپل ژوند له لاسه ورکړ او حالات يې له کړاوونو او دردونو ډک شوی دی. له سلو ورځو وروسته، کورنۍ لا هم په خیمو او حتی په خلاصو فضا کې ژوند کوي، او دوی د ګرمولو لپاره اسانتیاوې نه لري. د روغتيايي اسانتياوو نشتوالي د هرات په زلزله ځپلو کې د ناروغيو د خپرېدو احتمال زيات کړى او وېره ده چې ماشومان به له جدي ګواښ سره مخ شي. وروستۍ ارزونې ښيي چې ښوونځي، روغتیايي اسانتیاوې او نورې زیربناوې هم د زلزلې له امله زیانمنې شوي او اټکل کېږي چې ۲۱۳۰۰ ودانۍ زیانمنې شوې دي. د زلزلې وروسته، د اغیزمنو خلکو یوه مهمه برخه بهر او په موقتي سرپناه کې ژوند کوي، کوم چې د ناروغیو او نورو خطرونو سره مخ کوي. بې ثباته اقتصادي وضعیت او سیاسي ننګونې نه یوازې د دې لامل شوي چې د خلکو ستونزې هوارې نه شي، بلکې ورځ تر بلې یې ستونزې هم زیاتیږي. د طالبانو حکومت په یوازې ځان نه شي کولای چې د زلزله ځپلو خلکو اړتیاوې پوره کړي او بهرنۍ مرستې هم کمې او ځنډول کېږي. د دغو ننګونو مجموعه او د یوه روښانه پلان نشتوالي د زلزله ځپلو سیمو ټول اوسېدونکي په ځانګړې توګه ماشومان له ګواښ سره مخ کړي دي. هیله ده چې مرستندویه ادارې به د هرات د زلزله ځپلو خلکو د ستونزو د هواري لپاره عاجل او پرله پسې اقدام وکړي تر څو د دوی د دردونو او کړاوونو د زیاتوالي شاهدان نه شو.

- 62
- کې خپور شو 2:49 ب.ظ
- د خبر شمیره 7620
- 5 دلو 1402
- کې خپور شو 2:49 ب.ظ
- د خبر شمیره 7620
- 5 دلو 1402
- خبرونه
- تازه تازه 14:49 - 5 دلو 1402
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=7620
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

په افغان بازار کې د سرو زرو بیه نن، شنبه، سرطان ۲۱
19 hours پیش


قزاقستان: افغانستان د سیمې د هېوادونو د امنیت لپاره ګواښ نه ګڼل کېږي
13:29 - 13 سرطان 1405

طالبانو او بنګلهدېش د اقتصادي همکاریو ظرفیتونه وڅېړل
13:14 - 13 سرطان 1405
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها